|
د سنګين ولي خان او
بلال شاه بې وخته مرګونه
د حسرت او ارمان تصويرونه
په تېرو ورځو کښې د موټر په يوه حادثه
کښې د اې اين پي د ثقافت مرکزي جنرل سکرټري په حق ورسېدو، د دې واقعې
دعائيه رسمونه لا سرته نۀ وو رسېدلي چې په تېر اوويشتم تاريخ د سنګين ولي
خان د مرګ خبر راغے. دې خبر د کوټې، کراچۍ، اسلام اباد، دبۍ، افغانستان
او سعودي عرب نه علاوه د نورې بهرنۍ دنيا په پښتنو کښې يوه غمژنه فضا
پيدا کړه. د ډېرو ملکونو نه ډېر ښاغلي پښتانۀ د دعا دپاره ولي باغ ته هم
رارسېدلي وو او د بي بي نسيم او اسفنديار ولي خان سره ئې په دغه دروند غم
کښې شرکت کړے ؤ.
سنګين ولي خان د ناروغۍ په وجه په حق ورسېدو چې د ولي خان تر څنګ په ولي
باغ کښې د زرګونو خلقو د اوښکو په باران کښې خاورو ته وسپارلے شو. انا
لله و انا اليه راجعون.
سېد بلال شاه د يوې خدائي خدمتګارې کورنۍ غړے ؤ. هر څو کۀ وخت په وخت په
ډېرو اهمو عهدو پاتې شوے دے خو هغه يو داسې خاموش کارکن ؤ چې ښکارېدو به
نۀ خو د کار کولونه ئې هېڅ انکار نۀ شي کېدے.
سنګين ولي خان د ولي خان او بي بي نسيم د زوئے او اسفنديار ولي خان د
ورور په حېثيت په ټولو پښتنو ګران ؤ، سنګين ولي خان د ډېر عمر سړے نۀ ؤ
خو پښتانۀ وائي چې د مرګ مشر چا پېژندلے نۀ دے، شايد چې هم دغه هومره
ژوند ئې د ځان سره راوړے ؤ.
سنګين ولي خان هم د سياست په جولۍ کښې لوئے شوے ؤ او څوک هم چې ورسره
ناست دي نو هره خبره ئې چې کړې ده د نتيجې په طور به سياسي خبره وه. په
پارټۍ کښې هم په اهمو عهدو پاتې شوے ؤ.
د ادارې غړي په دغې دروند غم کښې د بي بي نسيم او اسفنديار ولي خان او د
اې اين پي د نورو مشرانو سره شريک دي. خدائے دې دغو دواړو مرحومينو ته په
جنت الفردوس کښې مقام ورکړي او د دغو دواړو کورنيو پاتې خلقو له دې خدائے
د زړۀ صبر ورکړي. امين ثم امين |