کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، هغه قام سپک شي او د کوم قام نه چې ژبه ورکه شي، هغه قام ورک شي  ـ  باچا خان

کور پاڼه

امن معاهده

قبائلي علاقو کښې اصلاحات
کابل کښې د باچاخان سيمينار
پښتونخوا ولې نۀ
د ټکر غزا
سپېځلي کرداردونه
پوليو
پښتانۀ
شاعري ١
شاعري ٢
 
 

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 

د جرګو مرکو لارې- د امن لارې دي

اداريه

 باچاخان د امن د يو داسې سمبل (علامت) نوم دے چا چې د غلامۍ نه د نجات او ظلم سره د مخامخ جنګ ګټلو دپاره دعدم تشدد فلسفه پېش کړې وه. هغۀ پښتانۀ عملاً دې ته تيار کړي وو چې خپله خبره وکړي او د هغې دپاره هر ظلم او تشدد برداشت کړي او بيا هم د تشدد لار وانۀ خلي ځکه چې په خپله حقه خبره چې انسان څومره څومره د ظلم او تشدد ښکارکيږي. دومره دومره دغه عمل، ظلم په ګوته کوي او کمزورے کوي. کۀ د ظلم جواب په ظلم او د تشدد جواب په تشدد ورکړے شي نو دا عمل يو نۀ ختمېدونکي تشدد ته لار جوړه کړي چې قامونه او اولسونه پکښې ذهني طور شل او ګوډ شي او ذهني طور شل ګوډ قومونه او اولسونه هيچرې هم د ترقۍ او سيالۍ خوبونه نۀ شي ليدے.
د باچاخان د فکر او فلسفې منوونکي خلق چې د کله نه په حکومت کښې راغلي دي نو د امن دپاره د کار او عمل غږ ئې کړے دے.په دې حقله د دوي نظر دا دے چې دلته د پښتنو په خاوره تشدد کوم شکل اخستے دے. دا يا د تېروحکومتونو دخلقو د ټولنيز ادراک نۀ لرلو په وجه داسې شوي دي يا د نورو قوتونو په غلطو اشارو قصداً عمداً داخاوره د جنګ ميدان جوړ کړے شوے دے.
اګرچې د دې نه مخکښې هم څۀ نه څۀ امن معاهدې شوي دي خو پائيدارې نۀ دي پاتې شوې. دا ځکه چې دغلته به د جرګو نوم اخستے کېدو خو دغه جرګې به د پښتنو د جرګو د عظمت مطابق نۀ کېدې، دا به صرف د کرېډټ اخستو دپاره يوه خانه پُري کېده ا و د دې د نګرانۍ دپاره چه د دواړو طرفو نه به د کومو څيزونو ضرورت ؤ، هغه به موجود نۀ وو،دې عمل د خلقو په ذهن کښې د جرګو تصور هم مات ګوډ کړے ؤ.
پښتنو چې دې طرفته کوم ګامونه پورته کړۀ هغه د اسفنديارولي خان د هغو خبرو په رڼا کښې وو چې مونږ دخپلو پښتنو وروڼو سره د ورورولۍ خبرو او جرګو مرکو ته پرېږدئ ځکه چې پښتون بچي ته دا وخت د ټوپک په ځائے د قلم او د خودکُش جېکټ په ځائے د بستې ضرورت دے. د اې اين پي مشرانو چې کوم وړومبے ګام واخستو هغه د مولانا صوفي محمد سره خبرې اترې او د هغې خبرو په نتيجه کښې د هغۀ رهائي وه. دغې رهائي د سوات په خلقو کښې خصوصاً او په ټوله پښتونخوا او ټول ملک کښې عموماً د يو مثبت تاثر پېداکولو اغاز وکړو. لوستونکو ته به ياد وي چې د صوبې وزيراعليٰ په سر سر کښې دا خبره کړې وه چې د امن دپاره د پښتنو د رسم و رواج مطابق تيږه کېښودل پکار دي. د مولانا صوفي محمد رهائي په اصل کښې د تيږې کېښودو بنياد ؤ،دغسې مثبت عمل ډېر زر د دغه ځائے مقامي طالبان په خپل ګرفت کښې واخستل او د خبرو اترو او جرګو مرکو د لارې نه ئې د امن روان عمل ته هر کلے ووې.
د اپرېل په يوويشتمه نېټه د حکومت او مولانا صوفي محمد ترمنځه يوه معاهده مخې ته راغله. د مۍ په نهمه نېټه په چکدره کښې د حکومت او مقامي طالبانو ترمنځه خبرې اترې چې پکښې د فائر بندۍ تيږه کېښودې شوه. په ديارلسمه مۍ په پېښور کښې د دواړو غاړو له خوا دوېم دور وشو چې د امن د معاهدې دپاره د دواړو غاړو له خوا په ډېرو نکاتو اتفاق رايې راغله او په يوويشتمه مۍ د فريقينو ترمنځه پنځلس نکاتي امن معاهده دستخط کړې شوه. په کومه کښې چې په وړومبي ځل طالبانو د حکومت رټ تسليم کړو.
د دواړو غاړو د سنجيدګۍ پته د دې نه لګي چې په پيوچار کښې چې طالبانو د يوې مقامي مقدمې دپاره کوم عدالت جوړکړے ؤ د هغې کارروائي ئې معطل کړه. دې عمل هم د دغې معاهدې عملي کولو ته د خلقو توجه راواړوله. اليکټرانک مېډيا په خپلو خپلو پروګرامونو کښې د سوات په ټولو بازارونو کښې د خلقو د ګرځېدو او بازارونو د رونق بحالېدو فلمونه وچلول اواوس خلقو ته يقين پېداکيږي چې د جرګو مرکو کار کۀ په ټيک نيت او په ټيک طريقه وشي نو ښې نتيجې پېدا کولې شي.
د معاهدو د کولو او ناکامۍ په حقله د اې اين پي د صوبائي صدر افراسياب خټک خيال دا دے چې يو طرفته به د تېر دور د جرګو لوازمات پوره نۀ وو او بل طرفته د دې د نګرانۍ بندوبست نۀ ؤ. دا د پښتنو ټولنه ده مونږ نۀ يوازې دا چې په دې کښې د مقامي مشرانو سپين روبو پښتنو شرکت يقيني کړو بلکې د دې معاهدې نه پس مو د دواړو فريقو نه يوولس تني کمېټي جوړه کړه چې د دې معاهدې د پاس دارۍ خيال په ذمه دارانه طريقه سرته ورسوي.
خټک صېب وائي چې مونږ به ورو ورو د فوځ په وېستو کښې کامياب شو ځکه چې مونږ په انتظامي سټرکچر کښې بنيادي بدلونونه راوستل ضروري ګڼو.
خټک صېب فريقينو ته دا تاکيد هم کړے دے چې ځنې قوتونه نۀ غواړي چې دلته دې امن معاهدې کاميابې شي خو مونږ به د امن په خاطر د صبر زغم او برداشت لمنه نۀ پرېږدو. ځکه چې کۀ امن نۀ وي نو دلته يونظام هم نۀ شي چلېدے. پښتانۀ يا د سوات خلق د يو وطن، يوې خاورې، يوې عزيزولۍ او يوې ورورولۍ خلق دي. د سوات د خلقو په خصوصيت سره ژوند يا د مسافرۍ په پېسو دے او يا د سېل ګرۍ د صنعت نه استفادې کولې شي.د بې روزګارۍ د خاتمې دپاره به دلته دکارخانو او نورو لارو چارو لټولو ضرورت وي.
بايد چې مونږ دواړو فريقينو ته چې کوم وخت په ګوتو راغلے دے،کوم د امن د جرګو روايت مو په لاس کښې دے. بايد دا وپېژنو. خدائے مۀ کړه کۀ د باچاخان د فکر او فلسفې نه جوړ دغه سياسي سټرکچر، د غېرو په اشارو د ګډوډي سره مخ شو. نو دا به يو داسې قيامت خېزه طوفان ته خپل خلق سپارل وي چې هيڅ مخ نيوے به ئې ممکن نۀ وي. کۀ دوېم فريق په دې پوهېږي چې پرون په کوم لاس کښې ګل ؤ او نن پکښې کاڼے دے نو نن هم دغه لوبه هم د دغې رويې سره روانه ده. مونږ د يو وطن يو قام او يوې خاورې بچي کۀ خپلو خلقو ته جنګ ورکولے شو او د امن ورکولوجوګه نۀ يو. نو دا به د دې قام او اولس د ټولو نه لويه الميه وي. راځئ چې خپل خپل انانيتونه د قام او اولس او دې خاورې په خاطر قربان کړو او نۀ يواځې د سوات امن بحال کړو بلکې د نورو علاقو دپاره دا مثال وګرځوو ځکه چې مونږ د يوې ورورولۍ يوې عزيزولۍ او يو انګڼ خلق يو.
د دې معاهدونه پس چې مقامي خلقو د کومې خوشحالۍ اظهار کړے ؤ،خدائے دې وکړي چې دغه خوشحالي ئې برحال پاتې شي. امين ثم امين

اداريه اداره ١
آئيني پېکج او پښتونخوا رحمت شاه سائل ٣
امن معاهده اداره ٦
قبائلي علاقو کښې اصلاحات شېخ جهان زاده ٨
کابل کښې د باچاخان سيمينار رپورټ:مشتاق مجروح ١٤
پښتونخوا ولې نۀ حمزالله خان ٢٠
د ټکر غزا شهريار ټکر ٢٤
د اعتراف جرات پکار دے هدايت الله خان ٢٧
سپېځلي کرداردونه فرمان علي نواب ٣٢
عقيده مجاهده ده ډي جي ټندولکر/ محموداحمد ٣٦
جګر کي ګرمي اداره ٤١
د قېدي خطونه يونس جان/ مشتاق مجروح ٤٣
دا رښتيا خبرې چا وئيل.... د سيف الرحمان سليم مرکه ٤٦
پوليو ډاکټر خالق زيار ٥٠
پښتانۀ غني خان/ عابد خان ٥٣
دا خاموشي به د شپې.... رپورټ:عمران ٥٩
شاعري رحمت شاه سائل، دروېش درانے، ننګيال يوسفزے، سردار پنج پيروال، پروفېسر صفدر، مشتاق مجروح، عبدالسلام سلام، رياض تسنيم، پيرمحمدکاروان، غفور لېوال.

شپږمه ګڼه جون 2008

باچاخان پبلي کېشنزاو مېډيا سيل ، باچاخان مرکز پېښور