کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، هغه قام سپک شي او د کوم قام نه چې ژبه ورکه شي، هغه قام ورک شي  ـ  باچا خان

 

کور

 

د پښتونخوا مقدمه

 

غلام جيلاني صاحب

  فضل غني غني
  انساني زهر
  بدرمنير
  جنګ کوۍ که زړه بدوۍ
  شاعري
  فضل محمود مخفي
  يو سيمينار
  په پښتو يو راپور
  رنګ په رنګ سوالونه
  د قيدي خطونه
  د صلحې نړيواله ورخ
  د امن مشال

په اسفنديار خان حمله
او د پښتنو د مشرانو په وخت مدبرانه فېصله

اداريه

 د د باچا خان نوم چې د عدم تشدد او امن نوم دے، د باچا خان کور چې د عدم تشدد او امن کور دے، د باچا خان انغرے چې د ټول پښتون قام د استانې انغرے دے، د باچاخان فلسفه چې د لوئے خدائے د حق کلام او د خدائے د حق پېغمبر محمد صلي الله عليه وسلم د ژوند او ارشاداتو د مقاصدو يوه اسانه او د هر چا د پوهې تفسير او تشريح ده چې وائي خدائے ته د خدمت ضرورت نشته په اصل کښې د خدائے د مخلوق خدمت د خدائے پاک د ټولو نه لوئے خدمت دے. د باچا خان تحريک چې د پېرنګي د غلامۍ په يوه داسې زمانه کښې (چې د هغۀ په باچاهۍ کښې به نمر نۀ ډوبېدو) د خدائي خدمتګار په نوم په ټول برصغير پاک و هند او ټوله دنيا کښې يو شهرت لرلے دے او د هېڅ قسمه تشدد نه بغېر ئې د ټولې نړۍ زورور پېرنګے د خپل حق جدوجهد په زور د دې خاورې نه بې دخله کړے دے. باچا خان چې تر اخري سلګۍ ئې نۀ د جدوجهد عمل او د خدائے د مخلوق د خدمت لار پرېښې ده او نۀ ئې د خدائے او رسول د تعليماتو په رڼا کښې خلقو ته د پوهې ورکولو دپاره د څۀ قسم مشکل نه مخ اړولے دے. د هغې باچا خان د امن او عدم تشدد په کور کښې او د ټول پښتون د استانې په انغري کښې د هغۀ په نمسي او د پښتنو په سر مشر اسفنديار ولي خان د تېر وړوکي اختر په دوېمه ورځ حمله وشوه، څلور کسان پکښې مړۀ شو، يو د هغۀ محافظ يار زمين، دوېم شمس الزمان چې د بونېر ضلعې د عوامي نېشنل پارټۍ د تحصيل مشري ئې کوله او درېم فضل غني غني چې نۀ يواځې د تنګي د يو نوموړي خدائي خدمتګار زوے ؤ بلکې په خپله يو خدائي خدمتګار ؤ او د دې سره سره د يو داسې قلم څښتن او يو داسې تخليق کار ؤ چې د قلم او تخليق خوشبو به ئې چې پښتون وي او پښتو وي چرې هم د دې خاورې د غرونو او سمونو او لارو کوڅو نه لاړه نۀ شي. انا لله و انا اليه راجعون).
د خدائے پاک کړۀ وو چې د پښتنو سر مشر اسفنديار ولي خان په دغه حمله کښې بچ شو، د قرآن عظيم الشان نه ثابته ده چې مرګ او ژوند د خدائے په لاس کښې دے او زمونږ مسلمانانو دا عقيده ده چې يوه پاڼه هم د خدائے پاک د حکم نه بغېر رپ نۀ شي وهلے. د دې ټولو خبرو په رڼا کښې دا حمله يو داسې شرمناک عمل دے چې د هر قسم مذمت لفظونه ورپورې بې معنې ښکاري.
اسفنديار ولي خان په اصل کښې په دې اختر کښې د پښتنو د دود دستور مطابق د اختر مبارکۍ ته نۀ بلکې دې ته ناست ؤ چې خلقو ورسره د غمرازۍ اظهار کوو، ځکه چې اوس اوس د هغۀ ورور سنګين ولي خان په حق رسېدلے ؤ او دا د هغۀ د وفات نه پس وړومبے اختر ؤ. په پښتنو کښې دا دستور موجود دے چې په نزدې اختر کښې د اختر مبارکۍ له نۀ بلکې غمرازۍ له خلق راځي او دې ته ناسته د پښتني دود دستور مطابق ضروري وي.
د دې واقعې نه پس چې د ولي باغ ډېر لوئے مېدان د خلقو نه ډک ؤ، د واقعې په مېډيا د خبر خورېدو سره سم خلق نه بلکې خلقې راماتې شوې. ولي باغ ته په تلونکې لار چې هلته د حاضرو خلقو نه علاوه څومره خلق ورسېدل هغې ګڼې ګوڼې په اصل کښې يو بل مشکل پېدا کړو، دا واقعه د ماسپښين نه پس شوې وه او هيلي کاپټر د ماښام خړې سره رارسېدلے ؤ. د انتظاميې خلقو مجبوراً هغه لار د تګ دپاره بنده کړه، کومه چې د ولي باغ لار وه چې هلته نۀ نور د ګاډو ځائے ؤ او نۀ د خلقو. ولې راروان خلق په دوېمه لار ورمخامخ شو او په محمد ناړۍ او نورو لارو ئې ولي باغ ته د تللو ضد شروع کړو، د ولي باغ خواوشا چې څومره لارې وې، هغه د خلقو او ګاډو نه ډکې وې، ان چې نۀ بېرته د تللو لار پاتې شوه او نۀ په مخکښې د تللو نور ګنجائش ؤ.
په دغسې وخت او حالاتو کښې چې اسفنديار خان د نۀ تللو دپاره نۀ يواځې ضد کوو، بلکې مزاحمت ئې کوو خو د ماښام خړه راخورېدونکې وه او د خلقو يو بهير رامات ؤ، د انتظاميې او ځنې سرکاري سرمشرانو د منت زارۍ نه علاوه د پارټۍ د خلقو فېصله هم راغله چې د راتلونکې شپې دپاره د راتلونکو خلقو په دومره لوئے تعداد کښې راتګ به د شتۀ پېښې نه علاوه نورې مسئلې هم پېدا کوي نو ښۀ به دا وي چې کومه د خلقو د زور چپه په چغو نعرو هم نۀ رفع دفع کېږي. د دې يواځينے حل دا دے چې اسفنديار خان د ولي باغ نه بهر ووځي نو په اسانه به خلق خوارۀ شي. د دغې قسم پېښې او تجويزونو په رڼا کښې د عقل، دانش او تدبر لار هم دا وه کومه چې د پارټۍ مشرانو اختيار کړه. د خلقو په بې قرارۍ په دومره شمېر کښې راتګ، د ماښام خړه راخورېدل او د پارټۍ د مشرانو فېصلې د پارټۍ د مشر په حېث او د باچا خان او ولي خان د سياست او فلسفې د وارث په حېثيت د اسفنديار خان خپل خيال لکه چې بند په بند وتړو او مجبور کړے شو چې د څۀ بلې ناشونې نه د بچ کېدو په خاطر او د خلقو د خورېدو او واپس کېدو په خاطر هغه د دې ځائے نه ووځي او هم هغسې په اسانه وشوه چې کله خلق خبر شو نو نۀ يواځې نور راروان خلق واپس شول بلکې د موجوده خلقو نه هم د واپسۍ امکانات پېدا شو. ځکه نو حقيقت هم دا دے چې د پارټۍ مشرانو په يو ډېر باريک او لږ وخت کښې مدبرانه فېصله کړې وه او د دغو ټولو حالاتو او اقعاتو په رڼا کښې د دغه فېصلې تسليمول د اسفنديار ولي خان د تدبر او بردبارۍ د ټولو نه لويه نخښه وه چې راغلي اولسونه چې غصه هم دي او جذبې ئې لېونۍ هم دي او د ردعمل په توګه پکښې تاؤدۀ هم پېدا شوي دي، کۀ دغسې نۀ وې شوے ډېر امکانات وو چې نورې ئې ډېرې مسئلې پېدا کړې وے او کۀ خدائے مۀ کړه دغسې شوے وے نو نۀ يواځې به د باچا خان افکار داغ دار کېدۀ بلکې د هغۀ او ولي خان روح ته به هم يو تکليف رسېدۀ. د پښتنو خلاف چې په لويه سطح کوم سازش روان دے، هغه دا دے چې دلته دې پښتانۀ په زور خانه جنګۍ طرف ته راښکلے شي او دا عمل دې زر تر زره روان کړے شي، ولې دغه هڅه دا وخت پښتنو د خپل مدبرانه سياست په زور شنډه کړه او باقي دې خدائے پاک د پښتنو مددګار شي او د خپلو مشرانو او اتلانو روحونه دې د پښتنو په سر سېورے وي. آمين ثم آمين

د افغانستان او پاکستان دوېمه امن جرګه
د راغلو خبرونو ترمخه د نومبر په14،15 تاريخ په اسلام اباد کښې د امن دوېمه لويه جرګه کېدونکې ده. وړومبۍ جرګه په افغانستان کښې شوې وه، د امن د لفظ سره سم په ذهن د شدت پسندۍ تصوير جوړ شي. د وړومبۍ جرګې په وخت کښې کۀ هر څو په فاټا کښې شدت پسندي موجوده وه خو دومره تيزي پکښې نۀ وه، دا جرګه په يو داسې وخت کښې کېږي چې د تش په نوم ډېورنډ کرښې نه دواړو غاړو ته دغه اور لګېدلے دے او د دواړو ملکونو خلقو او حکمرانانو محسوس کړے هم دے. په شوو جرګو کښې يوه جرګه هغه وه چې په باچا خان مرکز کښې شوې وه او د صوبې ټولو قيادتونو پکښې شرکت کړے ؤ ، دوېمه دغسې جرګه په افغانستان کښې شوې وه او درېمه په اسلام اباد کښې کېدونکې ده. د خوشحالۍ خبره ده چې دا وخت په دې ملک کښې جمهوري حکومتونه کار کوي او حالات د نور کله نه بدل شوي هم دي.
عېن په دې وخت کښې چې د پاکستان د پارلېمنټ د بندې کوټې اجلاس شروع ؤ، پکښې يو 14 نکاتي قرارداد په متفقه ډول منظور شو او د جنګ ځپلي علاقو دپاره د يوې نوې قومي پاليسۍ منظوري ورکړې شوه. په دې کښې خبرو اترو ته ترجيح ورکړې شوې ده او په دغو څوارلس نکتو کښې نورې هم ډېرې د کار خبرې دي چې دا د پارلېمنټ د شريک اجلاس دننه د پارلېمنټ د ممبرانو ذمه داري او اختيارات په ګوته کوي. د سعودي عرب په مرسته د افغانستان د طالبانو سره خبرې شروع دي. د دې طرف طالبانو د خبرو اترو پيشکش کړے دے. د دې صوبې موجوده قيادت د مخلصانه خبرو اترو نه د يو وخت دپاره هم تېښته نۀ ده کړې. په دغسې حال کښې به د اسلام اباد د امن په جرګه کښې چې کومې خبرې مېنځ ته راځي، هغه به د دواړو غاړو طرفته د پوره امن او امان او ترقۍ کولو او خودمختارۍ برقرار ساتلو هغه خواهش وي،کوم ته چې دواړه فريقه لېواله دي اوسنۍ جرګه او د جرګې خلق چې نور د څومره تجربو نه راتېر شوي دي، دومره به شايد چې نورې مثبت خبرې مېنځ ته راشي. د پاکستان د پارلېمنټ په شريک اجلاس کښې چې د خبرو اترو کوم تجويز مېنځ ته راغلے دے، دا نۀ يواځې د دې وخت ضرورت دے، بلکې دا د دې وخت اواز هم دے. د دې خبرو اترو د دور نه پس به معلومه شي چې کوم فريق څۀ او څنګه مقاصد لري. دا به د دې خاورې په عامو خلقو هم واضحه شي. د يو جمهوري ملک د پارلېمنټ فېصلې د ملک د اکثريتي خلقو فېصلې وي، د دې ف فېصلو اثرات په خلقو پرېوځي او خلق پوهېږي چې وراني طرف ته څوک ځي او وداني طرف ته څوک. مونږ د دغې را روانې شريکې جرګې د ښو نتيجو د امېد لمن ځکه کلکه نيولې ده چې زمونږ د ورکېدو او شته کېدو مرحله رارسېدلې ده.
په جنګ کښې يو فريق ګټه نۀ شي کولے په خبرو کښې دواړه فريقه ګټونکي وي او هم دا عمل د دې خاورې او د خاورې د خلقو ضرورت دے.

باچاخان پبلي کېشنزاو مېډيا سيل ، باچاخان مرکز پېښور