کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، هغه قام سپک شي او د کوم قام نه چې ژبه ورکه شي، هغه قام ورک شي  ـ  باچا خان

 

کور

 

دوهم سړے

 

کاروان روان شو

  د بجلئ د منافعې غوښتنه
  د پښتو ليک دود ، ارتقاء
  د پښتونخوا مقدمه
  د رحمان بابا مزار
  د باچاخان لمړے تقرير
  د قامي بېدارئ ضرورت
  د جينکو د اسکولونو تباهي
  مولانا فضل محمود مخفي
  جنګ کوي کنه زړه بدوي
  مالګه مرچکے
  شعر و شاعري
  امن به کله راځي
  خپله ژبه
  پښتون د تاريخ په رڼا کښې
  د قيدي خطونه
  پښتو موسيقي اؤ سندره
   

د پارلېمنټ مشترک اجلاس ته
د صدر زرداري خطاب او جمهوريت

اداريه

 د نهۀ کاله فوځي آمريت د خاتمې نه پس په 20 ستمبر 2008 د خالي په ورځ د پارليمنټ مشترک اجلاس ته د خطاب په وخت صدر مملکت آصف علي زرداري ملک او جمهوريت ته د پېښو مسئلو په رڼا کښې د نورو ګڼو مسئلو خدوخال واضحه او په ګوته کړل. د 1973 د آئين د بحالۍ نه علاوه ئې د دې صوبې د عوامو د ډېرې زړې غوښتنې په رڼا کښې حکومت ته وېنا وکړه چې د دې صوبې نوم به پښتونخوا وي او د صوبائي خودمختارۍ دپاره ئې حکومت ته د نوې فارمولې لاندې د وسائلو د تقسيم دپاره د اتفاق رايې پېدا کولو د عمل د اغاز تاکيد وکړو.
د صدر په خطاب د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي د خپلو تاثراتو څرګندونه په دې الفاظو کښې وکړه، د پارليمنټ شريک اجلاس ته د صدر زرداري خطاب د جمهوريت يوه بختوره ابتداء ده، زۀ په تاريخ کښې په وړومبي ځل د يوې داسې خبرې سره اشنا کېږم چې صدر په خپله پارليمنټ ته مخامخ کيږي او د خپلو اختياراتو د واپسۍ خبره کوي او زۀ د ملک په تاريخ کښې په وړومبي ځل د پارليمنټ مخې ته د يو صدر د خُلې نه د پښتونخوا نوم او صوبائي خودمختارۍ ذکر اورم، زۀ نن د خپل ووټ د استعمال د خوشحالۍ په وخت صدر ته مبارکي وايم.
صدر آصف علي زرداري صاحب د پارليمنټ د شريک اجلاس غړو ته ووې چې تاسو په خپلو اوږو د آمريت د دور د ناجائزو ترميمونو کوم بار لرئ، د هغې نه د ځان ازادولو دپاره زما تاسو ته درخواست دے چې د اوولسم ترميم او 58 ټو بي د خاتمې دپاره يوه کل جماعتي کمېټي جوړه کړئ او دغه اختيار پارليمنټ ته منتقل کړئ. صدر يادګېرنه وکړه چې داسې هم کله شوي دي چې صدر دې پارليمنټ ته خپله ووائي چې زما نه خپل اختيار واپس واخلئ؟ صدر ووې چې د آئين نه مخ پټول اوس د ماضي قيصه وګڼئ، زۀ به په هره خبره کښې اوس د پارليمنټ نه مرسته او رهنمائي اخلم. صدر په خپل تقرير کښې د يو محفوظ او پرامن پاکستان د مختلفو مسئلو د حل او لارو ګودرو د تعين دپاره د ژوند ژواک په ټولو شعبو کښې د ټولو طبقو د موجوده صورت حال د اصلاح دپاره چې کومې خبرې په ګوته کړې دي، کۀ په هغې عمل وکړے شي نو دا به واقعي د يو جمهوري نوي دور آغاز وي. د صدر په خطاب کښې د صوبائي خودمختارۍ خبره، د بلوچستان د مسئلې حل، د اين ډبليو ايف پي په ځائے پښتونخوا منل، د ګاونډي ملکونو سره ښۀ مراسم، د پارليمنټ بالادستي، د 1973 د آئين بحالي، د اولسم ترميم او 28 ټو بي د خاتمې دپاره د ټولو پارټيو نه کمېټۍ جوړول هر چا ته په 18 فرورۍ د ورکړے شوي مېنډېټ احترام، د هندوستان سره د کشمير او نورو مسئلو دپاره د خبرو اترو د لارې حل او د ښۀ تعلق خواهش، د 1973 د آئين نه د سماجي مسئلو د حل دپاره رهنمائي اخستل، د دواړو ايوانونو غړو ته په بنده کمره کښې د ملک د سرحدونو او شدت پسندۍ په حواله بريفنګ ورکول، د اولسمې جولايۍ د لياقت باغ د شهيدانو سره سره د کراچۍ د 12 مۍ شهيدان د جمهوريت شهيدان ګڼل، په قبائلي علاقو کښې اصلاحات، د ترقۍ عمل او هغوي په قومي سود او زيان کښې شاملول، د شدت پسندو دپاره يوه درې نکاتي ايجنډا اعلانول، د پاکستان زمکه د نورو ملکونو د دهشت ګردۍ دپاره نۀ استعمالول، د دې خبرو د نور وضاحت دپاره چې صدر زرداري کومه باريکه خبره کړې ده هغه د تېرو دورونو د توسيع پسندۍ د هغې رويو نه د بيا بچ کېدو نه ئې د اعتراف په توګه کړې ده چې مونږ له د محاذ ارايۍ دپاره د خپلو حدودو پېژندل پکار دي او وئيلي ئې دي چې د دې مقصد او حکمت عملۍ دپاره ما د خپلې حلف بردارۍ په تقريب کښې د افغانستان صدر حامد کرزي ته خصوصي دعوت ورکړے ؤ، دا او دغسې نورې ډېرې حل طلب مسئلې هغۀ په ګوته کړې دي، چونکې وخت ډېر کم دے او د جمهوريت دپاره چې څومره په توندۍ کار ممکن کېدے شي هغه په کار نۀ ده چې د اسرې جولۍ ته وسپارلے شي.
مثلاً د اولسم ترميم او 58 ټو بي دپاره چې په دغه تقرير کښې کومه کمېټي جوړيږي دا مخکښې هم جوړېدې شوه او بايد چې په هم دې تقرير کښې د دې خاتمه شوې وے، په خپل تقرير کښې زرداري صاحب هم چې د جمهوريت خلاف کومو قوتونو ته اشارې کړې دي، د هغې په رڼا کښې به د جمهوريت په لړ کښې تاخيري حربې استعمالول نۀ يواځې د خلقو وخت ضائع کړي، بلکې دغسې کول ډېرې بدګمانۍ هم پېدا کوي، بيا هم په مجموعي ډول په داسې وخت او حالاتو کښې چې کومې خبرې په دې خطاب کښې په نخښه کړې شوې دي، په دې عمل به د جمهوريت د استحکام دپاره لارې رڼې کړي او هسې هم د دې ملک مستقبل اوس د جمهوريت سره تړلے شوے دے.

د افغان سفير په تښتولو د اسفنديار خان رد عمل

د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفنديار ولي خان د افغان نامزد سفير عبدالخالق فراهي په تښتولو د تشويش اظهار کړے دے او د دې عمل ئې په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده، د صوبې صدر افراسياب خټک، ميا افتخار حسېن او د صوبې سينئر صوبائي وزير رحيم داد خان هم په يو بيان کښې په سختو ټکو کښې د دې عمل غندنه کړې ده، دوي ټولو په شريکه د عبدالخالق فراهي صاحب د ډرائيور په مړينه د فکر مندۍ، غم، غصې څرګندونه او د هغۀ د پسمانده ګانو سره د غم شريکولو اظهار کړے دے او حکومت ته ئې د دغسې خلقو د زر تر زره ګرفتارولو وئيلي دي او وئيلي ئې دي چې روان حالات چې د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمنځه د غلط فهميو لرې کولو طرفته روان دي، شدت پسند قوتونه دغې ابتداء ته لارې بندول غواړي، خو مونږ به د پښتون افغان په حېثيت د پوره اجتماعي شعور سره د دغې مسئلې د حل دپاره خپل کوششونه جاري ساتو.

باچاخان پبلي کېشنزاو مېډيا سيل ، باچاخان مرکز پېښور