کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، هغه قام سپک شي او د کوم قام نه چې ژبه ورکه شي، هغه قام ورک شي  ـ  باچا خان

 

کور

 

پاکستان ـ د مشرف نه پس

 

کمال فن ايوارډ اؤ اجمل خټک

  جنګ کوې که زړه بدوې
  د مجذوب کليات
  سېلابونه
  فاټا مو د لاسه ځي
  د ډاکټر نجيب تلين
  پښتو پلمونه
  عزلې ، نظمونه
  د قېدي خطونه
  پښتو کښې د ماشومانو ادب
  سنګين خان
  ولي محمد طوفان
  پښتو څه ته وائي
  د پښتو املا اؤ رسم الخط

e-mail: editor@pakhtoonmagazine.com

P.O Box No. 306, Bacha Khan Markaz, Pejagi road, Peshawar

Phone: +91-2246851-3

+3149626466

پښتونخوا د امن کور

د پښتون وطن د ټولې ايشيا د زړۀ حېثيت لرلے دے، په خپله فطري "لې" کښې د دغې زړۀ درزا د پوره خطې د امن توازن برقرار ساتلے دے. د دغې امن په برکت د ايشيا د ټولو قامونو او رياستونو د ژوند ژواک او ترقۍ د لارو تعين ممکن کېدے شي، ګنې کۀ دغه توازن يو ځل هم د خپل فطري او نفسياتي مدارنه ووتو نو د ټولې دنيا د امن توازن د ګډوډۍ سره مخ کېدے شي. په دې وجه کۀ مونږ د باچاخان د عدم تشدد دننه د امن فلسفې ته وګورو نو هغه يوازې د پښتون قام د ژوند دننه د تشدد په مخنيوي پورې محدود کول به د دغې فلسفې د وسعت د راتنګولو او د هغې د عظمت را وړوکي کولو شعوري يا لا شعوري خطائي وي.
د باچاخان د ازادۍ جدوجهد د يو داسې طاقت نه آزادي اخستل وو، دکوم طاقت نمر چې په ټوله دنيا کښې نۀ ډوبېدو، دلته ئې د يوې پېړۍ نه زيات نۀ يوازې ژوند کړے ؤ بلکې د دې خاورې په رګ رګ او هر غر کښې ئې کلک کلک فولادي مېخونه هم ټک وهلي وو او يو کلک او مضبوط نظام ئې هم په دې خاوره قايم کړے ؤ او د هغې نظام کلچر ئې د دې خاورې د خلقو د نفسياتو برخه جوړه کړې وه.
باچاخان د دې خاورې د خلقو د جذبو د توان او قوت نه ښۀ خبر ؤ، دوي د طاقت په زور هم پېرنګے د دې خاورې نه وېستے شو خو هغه يو بامقصده جدوجهد ته د تشدد د اسانې لارې ورکولو په ځائے د عدم تشدد پائيدار طاقت د دې دپاره ورکوو چې په راتلونکي وخت کښې د ايشيا د ټولو قامونو د ژوند ژواک او ترقۍ دارومدار په امن او جمهوري جدوجهد ممکن ؤ او کۀ تشدد يو ځل هم دلته جرړې خورې کړې وے نو د ټولې دنيا امن به په قدم قدم او ساه ساه خطرې ته مخامخ ؤ، د جدوجهد دغه روښانه لار او د باچاخان د امن د فلسفې هغه سبق لا د عمل په کتاب کښې دلته موجود دے، بايد چې مونږ دغه فلسفه خپله کړې وے او د دنيا د ترقي يافته ملکونو په صفونو کښې مو ځان له د ودرېدو ځائے خوښ کړے وے.
زمونږ د ځنو کم فکرو او ناديده حکمرانانو د توسيع پسندۍ د فلسفو خوښونکو ډکټېټرانو او د تشدد پسندو دنيا والو نوو سرمايه دارو د توسيع پسندۍ په نوي چکر کښې د خپل ماحول، خپلو حالاتو او د دې خاورې د وينې وينې تاريخ نه په بې خبرې کښې د څۀ څيز د جاج اخستو د تکليف نه بغېر د تشدد داسې لارې واخستې چې د ايشيا د زړۀ (پښتونخوا) هغه فطري درزا ئې بې واره او بې توازنه کړه.
او نن په دغه بې واره کړې شوې درزا هغه د سرمايه دارې دنيا توسيع پسند سود خوارۀ لګيا دي ټوله دنيا بلېک مېل کوي او د امن او ترقۍ لارې ئې د رڼې کولو په ځائے ړندې کړې دي.
نن چې د پښتنو په ټوله قبائلي پټۍ کښې د تشدد کوم اور بل دے، د پښتنو د امن د کور خلق په خپل کور کښې لګيا دي بې وطنه کېږي، د ګرانۍ او بې روزګارۍ په تبر غوڅېږي، ناروغيو او ناعلاجيو ورته خلې وازې نيولې دي، نر ښځې، لوئے واړۀ، خوئندې مياندې بې ستره کيږي او بې ابروکېږي، د پوهنې ادارې ئې سوزولے کيږي او دې ټولو مشکلاتو ته هر څوک په غټو غټو ګوري او هېڅ نۀ شي کولے، دا بې وسي دلته ولې راپېدا شوه، چا راپېداکړه او هغه قوتونه کوم کوم دي، هغه څوک دي چې داسې کوي، خلق خو خپل کورونه په خپله نۀ ورانوي، خلق خو خپل کورونه نۀ پرېږدي، دا خلق د خپله شوره کوم طرفته روان دي؟
هم دا سوالونه دي چې نن را پېدا شوي دي، راپېداکيږي او راپېدا کېدۀ ئې په کار هم دي ځکه چې راپېدا کړي شوي سوالونه د جوابونو لټون هم کوي خو سوال دا دے چې د دغې قسم سوالونو جواب د تشددپه فلسفه کښې ممکن دے؟
پښتانۀ وائي "چې کۀ غر لوئےدے خو په سر ئې لار ده" او دا هم وائي چې "قام آئين دے مخ پکښې ليدے شي".
لکه د دنيا د نورو قامونو او اولسونو د پښتون قام هم يو کلچر، کلتور، خپل قامي وجود، خپل تاريخ او خپل جدوجهد يو تاريخ او يو آئين موجود دے، هم د هغې په رڼا کښې د امن د لارو تعين کېدے شي، جرګې او په جرګو کښې معاهدې وشوې او د دې هر څۀ چې يو عظمت ؤ، هغه په هره حواله او هر مېدان کښې بې ابرو کړے شو، داسې ولې وشو؟ د دې سوال جواب هم پښتانۀ په خپل اتفاق لټولےشي، ځکه چې اوس د دې قام د وجود د بقاء د سوال سره سره د دۀ دکور کلي او وطن غم هم ملګر ے شوے دے، پښتونخوا چې د عدم تشدد او امن کور ؤ، دا به بيا د عدم تشدد او امن کور کول وي، بايد چې دې له ذريعې او طريقې پښتانۀ په خپله پېداکړي او د هغو ټولو قوتونو پېژندنه هم وکړي چې دا قام ئې د مرګ او ژوند په بريد ودرولے دے!! پښتونخوا دې د هر سوچ نه پس د امن کور وي!!

د بجلۍ ناروا لوډشېډنګ
او د صوبائي اسمبلۍ شريک قرارداد

په 28 اګست د صوبائي اسمبلۍ په روان اجلاس کښې نۀ يواځې په موجوده ناروا لوډ شيډنګ بحث وشو، بلکې په يو شريک قرارداد کښې د وفاقي حکومت نه غوښتنه وشوه چې چونکې واپډا د بجلۍ دنظام په چلولو کښې ناکامه شوې ده او دغه نظام دې واپس صوبې ته حواله کړے شي. د صوبې منتخب کړے شوي نمائندګان د ډېر ستائنې جوګه دي. چې هغوي د دې صوبې د دغې شريک حق دپاره په وخت د صوبې د نمائندګۍ حق ادا کړو. په اصل کښې د يو يونټ د جوړېدو نه مخکښې دغه نظام د صوبې په لاس کښې ؤ، د يو يونټ د جوړېدو سره دغه نظام مرکز ته وتښتولے شو او د افسوس خبره دا ده چې د يونټ د ماتېدو نه پس دغه نظام تر اوسه د مرکزي حکومت په کنټرول کښې دے چې دا د قومي انصاف او صوبائي خودمختارۍ په ضد خبره ده. د فکر خبره دا ده، کومه صوبه چې د ټولو نه زياته او ارزانه بجلي پېدا کوي، هلته د ټولو نه ګرانې بجلي او تر دولسو ګېنټو لوډشېډنګ ته خلق مخامخ دي. د څلورو زرو يونټو د بجلۍ پېداکونکې صوبه د زرو يونټو ضرورت لري او د هغې صوبې خلق د بجلۍ د لاسه تړقېږي، پړقېږي. دا صوبه چې تر اوسه پکښې 2200 رنځورې کارخانې دي چې په ګرانه پکښې 800 سر ړقوي هغه هم د بجلۍ د ناروا لوډشيډنګ ښکار دي او مزدوران ئې په دې ګرانۍ کښې بې روزګارۍ سره مخ دي. يو طرفته ژوند ګران شوے دے، بې روزګاري ده، ګراني ده او بل طرفته د بې روزګارۍ دپاسه د واپډا د مېرې مور سلوک دے. بايد چې مرکزي جمهوري حکومت د دې صوبې په دغه شريک قرار داد نۀ يوازې غور وکړي، بلکې دې صوبې ته خپل دغه حق وسپاري چې دا د دې ملک د سردوباره تعمير دپاره د حد نه زياته ضروري خبره ده.

باچاخان پبلي کېشنزاو مېډيا سيل ، باچاخان مرکز پېښور