کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، هغه قام سپک شي او د کوم قام نه چې ژبه ورکه شي، هغه قام ورک شي  ـ  باچا خان

 

کور

 

 

 

په پېښور ټېليوژن سنټر دې د پښتو پروګرامونه بحال کړے شي

  په ما بيا داسې سحر مۀ راوله
  جنګ د ازادۍ له همېشه ځلمي وتلي دي
  د انتخاب نه پس
  د پښتونخوا قدرتي وسائل او په هغې د پښتنو اختيار
  د حمزه صېب شاعري د ټولنپوهنې او بشرپوهنې په رڼا کښې
  پښتانۀ ـ د غني خان د کتاب يو ټوک

د بدلون هواګانې

اداريه


په آئين، قانون، جمهوريت او ازادۍ مئينو خلقو چې په ساه ساه او قدم قدم د دې ملک کوڅه کوڅه په خپلو وينو الواني او لاله زار کړه، د دغې وينې هر اواز په هر دور کښې مجسم شوے دے او په چغو چغو ئې وئيلي دي چې:
دا زمکه ما خوري نه رازرغون به شم
د اوسني آمريت د مصنوعي جمهوريت په اخري جشن کښې د پينځۀ کالو پوره کېدو دعويٰ په اصل کښې د پينځو کالو د هغې بيمارۍ او رنځ يادونه وه کومه چې شپاړسو کروړو خلقو په کلونو کلونو لکه د جنازې په خپلو اوږو وګرځوله. د اتلسمې فرورۍ 2008 په الېکشن کښې ئې دغه جنازه د اوږو نه وغورځوله. دغه تاريخي فېصله په حقيقت کښې شپېتۀ کاله پس د تازه هوا هغه چپه يا د لوئے خدائے د رحمت د باران هغه شېبه وه چې د سوکړو وهلو دشتو ((مړاوې منجرې)) ئې بيرته راتازه کړې. د سازشونو نه زېږېدلو خلقو د دغې فېصلې نه پس د سازش هره لوبه، هره پټه غوټه وازمائيله خو د درېو غټو ګټونکو پارټو مشرانو هره حربه ناکامۍ سره مخ کړه. په موجوده لمحه کښې د آصف علي زرداري او ميا نواز شريف کردار کۀ هر څو په ډېرو حوالو د ستائنې وړ دے ولې په دې مرحله کښې د اسفنديار ولي خان رول نۀ يواځې د ملک په سطح خلقو محسوس کړو بلکې په بېن الاقوامي سطح هم محسوس کړے شوے دے. په آئين، قانون، جمهوريت او ازادۍ مئينو او د دغو جذبو په ضد د سازشيانو خلقو مشت و ګرېواني لا روانه ده خو..
سپرلي چې راشي په شپلونو کښې هم ګل ټوکوي
دوي د تاريخ د جبر سکوټ قانون ته لارې نيسي

اوس تاريخ فېصله ورکړې ده او د عوامو د راج سپرلے راغلے دے. اوس دلته شعور بېدار شوے دے، سترګې بينا شوي دي او احساس زېږېدلے دے. د ذکر شوو سرمشرانو د کاميابې حکمت عملۍ په نتيجه کښې په مرکز کښې حکومت سازي شوې ده. په پښتونخوا کښې وشوه او په نورو صوبو کښې روانه ده. په مرکز کښې چې د ملک وزير اعظم يوسف رضا ګيلاني د وړومبي قدم په طور کوم اعلانونه کړي دي هغه يو په يو مثبت ضرور دي خو دغه اعلانونه لا اوس هم نيشت نيمګړي دي. ځکه چې په دغو ټولو مثبتو اعلانونو کښې د صوبو د حقونو ذکر نشته. حال دا دے چې کۀ نن هر څو د دې ملک خلق د ډېرو نورو ضروري او ژورو خبرو سره مخ دي خو زمونږ تر نظره نن د صوبائي حقونو د حل مسئله نۀ يواځې د دې ځائے د تاريخي قامونو د مرګ او ژوند مسئله ده بلکې دا د دې ملک د تړون، تعلق او استحکام دپاره هم د يو داسې ضرورت په حد کښې موجوده ده چې د اوليت حق لري او دغسې نورې هم په شلګونو مسئلې دي چې په هم دغسې آمرانه سازشونو کښې پرې ډاکې اچولې شوي دي او څوک هم چې په جمهوريت عقيده لري او دغه ټولې مسئلې ئې حل طرف ته نۀ وي بوتلې نو د ملک د جمهوريت او استحکام خوب به تر هغې بې تعبيره او نيمګړے پروت وي. د محترم وزير اعظم يوسف رضا ګيلاني د اعلان کړے شوو منصوبو په حقله به دومره ووايو چې د دې ملک خلق تل د آمريت ښامار خوړلي دي او اوس هر پړي ته د ښامار په نظر ګوري. هر جمهوري دور هم په غېږو کښې د وعدو او اعلانونو بچي ورکړي دي. بايد چې د اوسني جمهوريت مخصوص انفراديت په روئي اوسني خلق دغه وعدې او اعلانونه وفا کړي. ګني اوس د دې ملک د عوامو شعور او بېداري د دوه مخې تُورې حېثيت لري. خدائے مۀ کړه کۀ د جوړ شوي اعتبار دغه خوشګواره فضا واپس ټکڼۍ شي نو ذهنونه به هم ټکڼي شي او ټکڼي شوي ذهنونه هغه زمکې وي چې غنې او ازغي خو کوي خو فصلونه نۀ کوي. عوامو خپل ايمانونه، غېرتونه او جذبې راغونډې کړي دي او نوي قيادتونو ته ئې سپارلي دي. دا اوس د نوو قيادتونو د ايمان او عمل د امتحان وخت دے. مسئلې ډېرې هم دي، ژورې هم دي او پيچيده هم دي. په دې عوام هم پوهېږي خو د غر په لرې بل کړي اور لاسونه نۀ تودېږي. هر غر د سترګو په ښکار نۀ ګز کېږي بلکې په روان عمل به ئې سړے سر ته رسي.

ګرانۍ، بې روزګارۍ، بې تعليمۍ، ناعلاجۍ، لوډشېډنګ او نورو په سوونو مسئلو د دې ملک د بچو ملاګانې واقعتاً ماتې کړي دي. کۀ لکه د تېرو حکومتونو د من مانۍ او بې پرسانۍ د دغې موجوده کلچر دغه دېو مات يا مړ نۀ کړے شو او د غېر ذمه وارۍ دغه شتۀ کلچر هم دغسې په ځائے ولاړ پاتې شو نو دا به نۀ حل کېدونکې مسئلې پېدا کړي. بيا هم مونږ د موجوده جمهوري خلقو سره ډېر توقعات وابسته کړي دي. خدائے دې وکړي چې دوي نۀ يواځې د جمهوريت د دغې نوي راټوکېدلي تېغ پرورش وکړي بلکې د کار کولو او مسئلو حل کولو دپاره يو داسې لار او کلچر جوړ کړي چې د جمهوريت او نورو مسئلو دپاره د قربان کړے شوو خلقو په قربانو د فخر روايت هم برقرار پاتې شي.
په پښتونخوا کښې حکومت سازي
په وړومبي اپرېل 2008 د دې صوبې منتخب شوو ممبرانو حلف واخستو. هم په دغه ورځ په ګورنر هاؤس کښې د صوبې د وزير اعلٰي په حېثيت امير حېدر خان هوتي په يو لوئي او پروقاره تقريب کښې حلف پورته کړو. په دوېم اپرېل د صوبې يويشت تنۍ کابينې د حلف بردارۍ تقريب وشو. د دې ټولو وزيرانو نه د صوبې ګورنر اوېس احمد غني صاحب حلف واخستو. د صحافيانو سره د خبرو اترو په وخت د اې اين پي صوبائي صدر افراسياب خټک ووې چې وزير اعلٰي به په اووم تاريخ د ګل په ورځ د سلو ورځو دپاره په موجوده مسئلو د خپلو ترجيحاتو اعلان کوي. خټک صېب نشاندهي وکړه چې اې اين پي د صوبې د ټولو مسئلو نه خبر ده او د مسئلو د حل دپاره به د قابل عمل منصوبه بندۍ لاندې کوټلي ګامونه پورته کوي.
د صوبې خلقو چې دا ځل په څومره مينه او ايماندارۍ د اې اين پي په خلقو اعتماد کړے دے، مونږ د دې يقين سره دا څو کرښې ليکو چې د دې صوبې د خلقو اجتماعي مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل کړي او مايوسه کېدو له به ئې نۀ ورکوي.

د قصه خانۍ پېښه


په 23 اپرېل 1930 د قصه خانۍ د نرانو شهيدانو د ياد ورځ ده چا چې د دې خاورې د ازادۍ دپاره د تن په وينو د پېښور د قصه خانۍ بازار لمبولے دے. د دغو شهيدانو نه پاتې نران پښتانۀ چې ټول عمر د پېرنګي نه د پاتې شوو وارثانو په جېلونو کښې بند پاتې شوي دي او د باچا خان او ولي خان په قيادت کښې ئې د هر جابر او ظالم خلاف جنګ کړے دے. نن هم د هغوي د وطن هره لار او هره کوڅه په وينو سره ده او هم په دغسې حالاتو کښې د دغو خلقو نه پاتې وارثانو ته خلقو په وړومبي ځل په يو مناسب تعداد کښې خپله رائې ورکړې ده. د دغې مسئلو د حل دپاره کۀ مونږ د خپلو مشرانو باچا خان او ولي خان روحونه راغواړو نو د قصه خانۍ، سپين تنګي، ټکر او بابړې د شهيدانو د روحونو راغوښتو هم محتاجه يُو. مونږ د دغو شهيدانو د وينو د عظمت په خاطر د هر بريالي توب دپاره د خپلو اوسنو مشرانو دپاره د لوئے خدائے په در کښې د کاميابو او کامرانو دعا غواړو. خدائے دې پښتانۀ په خپلو ټولو مقصدونو کښې کامياب کړي. آمين ثم آمين. شي

فهرست


1. اداريه اداره 1
2. شپېتۀ کاله پس..... رحمت شاه سائل 3
3. د انتخاب نه پس.... نور الامين يوسفزے 7
4. د پښتونخوا قدرتي وسائل... احسان الله 11
5. جنګ دازادۍ له همېشه.... امجد شهزاد 21
6. د قېدي خطونه يونس جان/مشتاق مجروح 27
7. پښتانۀ غني خان/عابد خان 31
8. عقيده مجاهده ده ډي جي ټنډولکر/محمود احمد 36
9. په قام او وطن ورک..... رحمت شاه سائل 42
10. راځئ چې لوظ وکړو نعيم هاتي خېل 49
11. د غني خان د کتاب..... رفيع الله اتل 51
12. د سولې د کاروان..... اداره 52
13. د پېښور ټي وي نه دې.... رحمت شاه سائل 54
14. مبارکي اداره 55
15. د حمزه صېب په شاعرۍ.... امين تنها 56
16. د صاحب شاه صابر په شاعرۍ عامر حسېن خادم 61
17. د صابر په مرګ سليم راز 66
18. قرارداد اداره 67
19. خدايه شکر شکر.... زرد علي بريالے، افګار 68
20. په ما بيا داسې سحر..... محمد عالم الم 69
21. د پښتون په نوم ډاکټر رېحان 71

باچاخان پبلي کېشنزاو مېډيا سيل ، باچاخان مرکز پېښور