کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي ، هغه قام پخپله سپک شي ـ باچا خان

 

کور

 

انتظاميه

 

نمائندګان

  صلاح کاره ډله
  د پښتون مجلې تاريخ
  ګڼې
  انځورونه
  مرستيال
  د قامي تحريک مرسته
  د نړۍ پښتانۀ
  مونږ ته وليکئ
  English Section
 

 

باچا خان، ولي خان دواړه مرګ ئې مۀ وې
 

د کال دوه زره اتم د جنورۍ د مياشتۍ په شلمه نېټه د فخر افغان باچا خان د وفات شل کاله پوره کېږي. په دې لحاظ دا د هغوي شلم تلين دے. باچا خان د شلمې پېړۍ په ابتداء کښې زېږېدلے ؤ او عن د ځوانۍ د وخت نه ئې د قامي اصلاح او تنظيم کار ته لاس اچولي وو. وړومبے ئې د انجمن اصلاح افاغنه او ورپسې د خدائي خدمتګارۍ د پلېټ فارم نه د اولس خدمت شروع کړو. د 1930 نه خدائي خدمتګارانو د استعمار نه د ازادۍ تحريک د جنوبي اېشيا د ټولو اولسونو د مبارزې سره ملګرے کړو. د امن، عدم تشدد، ازادۍ، جمهوريت او انساني حقوقو دغه کاروان په ټوله شلمه پېړۍ کښې د جدوجهد په ازغنه لار خپل مزل جاري وساتلو او دا دې اوس د يوويشتمې پېړۍ په حالا تو کښې د سيمې د ټولو اولسونو په عامه توګه او د پښتون اولس په خاصه توګه د خپلو حقوقو د لاس ته راوړلو په لاره راهنمائي کوي.
نن نه شل کاله وړاندې چې کله د باچا خان د وفات خبر خور شو نو د افغانستان، پاکستان او هندوستان حکومتونو خپل ملي بېرغونه راښکته کړل او د درېو واړو هېوادونو خلقو د نړۍ د نورو ډېرو خلقو سره يو ځائے د باچا خان د فکر او مبارزې په وړاندې د احترام پېرزوئنې وړاندې کړې. د احترام دغه اظهار د يوۀ داسې سړي دپاره بې مثاله او عجيبه ؤ چا چې د خپل اوږد ژوند نيمه ګېنټه هم په اقتدار کښې نۀ وه تېره کړې. خو د دې نه هم اهمه خبره دا ده چې په تېرو شلو کلونو کښې د باچا خان د فکر او سياسي ورثې اهميت نور هم زيات شوے دے. د تشدد هغه اور کوم چې د نزدې او لرې پرديو او دښمنانو د تېرو تقريباً دېرشو کالو راهسې د پښتون په کور لګولے ؤ هغه اوس په يو داسې آتش فشان بدل شوے دے چې هرې خوا ته اور نُولي. کۀ چرې دغه اور زر مړ نۀ کړے شو نو نۀ يواځې به په اېټمي وسله سمبال جنوبي اېشيا بلکې د ټولې دنيا امن په خطرکښې پرېوځي. پښتنو دپاره خو د دې نه سېوا بله لاره نشته چې د باچا خان د فکر د سرې جنډې لاندې ودرېږي او د امن، استحکام او سلامتۍ په لور ګام واخلي. هم په دغه طريقه به هغوي پردي جنګونه او پردي جنګيالي د خپل وطن نه وباسي.
خان عبدالولي خان په شلمه پېړۍ کښې د باچا خان د سياسي مکتب هغه راهبر او معلم ؤ چې د جمهوريت او قامي حقوقو مبارزه ئې ډېره په مړانه مخکښې بوتلله. په دې لار کښې ئې لکه د باچا خان او د هغۀ د ملګرو ډېر قېدونه او تکليفونه وګالل او دوه کاله وړاندې د جنورۍ په شپږويشتمه نېټه په حق ورسېدو. رهبر تحريک ولي خان پاکستان کښې د غاصبو آمريتونو خلاف د جمهوري جدوجهد په علامت بدل شوے ؤ ځکه چې هغه د 1942 کال د انګرېزي حکومت خلاف د ازادۍ د غورځنګ نه تر د پاکستان د جوړېدلو نه وروستو قيوم خاني استبداد، ايوب خاني مارشل لاء، د بوټو د حکومت ناخوالې او د ضياء الحق د فوجي آمريت جبر په وړاندې سر نۀ ؤ ټيټ کړے. لکه څنګه چې باچا خان د افغانانو د تاريخي يووالي مرام همېشه په خپل مخکښې ساتلے ؤ او د مرګ نه وروستو ئې په جلال اباد کښې د ښخېدو د وصيت په ذريعه د لر او بر افغان د يووالي لاره خپله کړه. ولې خان هم د ټوتې ټوټې پښتون د يووالي دپاره خپل ټول ژوند وقف کړے ؤ. پاکستان کښې د يو واقعي جمهوري او وفاقي نظام جوړولو او د ګاونډي هېوادونو سره د پرامنه تعلقاتو خبره ولي خان په داسې حالاتو کښې هم کړې وه چې دغه شان خبرو باندې به سمدستي د غدارۍ فتوې لګېدې. د ولي خان د سياست د سپينوالي او سپېځلتيا اعتراف حتيٰ د هغۀ سياسي دښمنان هم په جار کوي.
د باچا خان او ولي خان سياسي ورثه نن د پښتنې سيمه ايز او نړيوال سياست کښې خاص اهميت لرونکې ده. پاکستان کښې حکومتونه او مختلف سياسي تنظيمونه د امن، جمهوريت او حقوقو خبرې په خُلۀ کوې خو په عمل کښې هم هغه استعماري او استحصالي سياست په مخه بيائي. ضرورت د دې خبرې دے چې دوي نۀ يواځې په خُلۀ زمونږ د قامي مشرانو د سياسي مکتب د رښتينوالي اعتراف وکړي بلکې په عمل کښې هم د هغوي په فکر ولاړ نظام جوړولو دپاره کار وکړي. څومره پورې چې د باچا خان او ولي خان د رښتينو پېروکارو او د هغوي د خپل تحريک تعلق دے نو په هغوي دغه ذمه واري ده چې د خپل قام نوي نسلونه د باچا خان او ولي خان په فکر او مبارزه خبر کړي. پښتون قام د هغوي په تعليماتو سمبال او يو موټے کړي او ټولې نړۍ ته دا خبره وښيي چې پښتانۀ دهشت ګرد نۀ دې بلکې د دهشت ګردۍ ښکار دي. د هغوي قامي تحريک د امن، عدم تشدد او جمهوريت په اصولو ولاړ دے. د قام په توګه د پښتون بقا او خپلو حقوقو د اخستلو دپاره د پښتنو قومي جدوجهد د اسفنديار ولي خان تر قيادت لاندې جاري دے او کۀ خدائے پاک ته منظوره وي نو منزل اوس لرې نۀ دے. انشاء الله چې د پښتون قام توره زبونه شپه به د سحر په رڼا ختمېږي.

د بې نظير بوټو شهادت عوامل او اثرات

د دسمبر د مياشتۍ په اوويشتمه نېټه د پاکستان پخوانۍ وزير اعظمه او د پيپلز پارټۍ مشره بې نظير بوټو په راولپنډۍ لياقت باغ کښې يوې عامې جلسې ته د خطاب کولو نه وروستو د نامعلومه قاتلانو په لاس ووژلې شوه. د دې نه وړاندې هم د ستمبر په مياشت په کراچۍ کښې د هغې د استقبال په غټ جلوس ځان مرګي حمله شوې وه. په دغه حمله کښې هم سوونه خلق مړۀ شوي او ژوبل شوي وو. بدقسمتي دا ده چې د پښتنو په وطن کوم اور د کلونو راهسې بل دے، د پاکستان واکمنو د دې د مړ کولو کوشش نۀ دے کړے. زمونږ مشرانو په کراتو کراتو وئيلي دي چې کۀ دغه اور مړ نۀ شو نو پښتونخوا خو به خود وسوځي خو نور پاکستان به هم ترې بچ پاتې نۀ شي. له بده مرغه د اټک نه پورې صاحبانو زمونږ د مشرانو په خبرو غوږ ونۀ ګرولو او دا دې دغه اور اوس پاکستان کښې خورېږي. پاکستان کښې د تشدد وجوهات سياسي، سماجي او معاشي دي. خو بنيادي وجه ئې د پاکستان د حکومت غلطې پاليسۍ دي. په خصوصيت سره د افغانستان په حقله د پاکستان د حکومت دوه مخي سياست د پښتنو قبائلي سيمه او پښتونخوا کښې اور بل کړے دے. بې تعليمي، بې روزګاري او بې انصافي هم د تشدد په خورولو کښې مهم رول لوبوي. پاکستان کښې په سياسي اقتدار د جرنېلانو قبضې او د سول ابادۍ خلاف د طاقت استعمال هم په دغه اور تېل اچول دي.
خو ډېره اهمه خبره دا ده چې کۀ پرون به د قېد، ټارچر او کوړو په ذريعه سياسي مخالفينو ته سزا ورکولې شوه اوس د مخالفينو د وژلو په ذريعه د جمهوري سياست مخه نيول کېږي. د پاکستان حکومت د خلقو د ځان او مال په خوندي کولو کښې پاتې راغلے دے. د پيپلز پارټۍ دغه مطالبه په حقه ده چې د بې نظير بوټو د قتل تحقيقات دې د اقوام متحده او عالمي ادارو په ذريعه وشي ځکه چې د حکومت کردار مشکوک دے. پښتون مجله د بوټو کورنۍ او د پيپلز پارټۍ د غړو سره د زړۀ له کومي تعزيت کوي او د خدائے پاک په دربار کښې د بې نظير بوټو شهيدې د درجاتو د لوړوالي دعا کوي.

ټول حقونه د پښتون مجلې سره خوندي دي