|
پښتو دې د پښتونخوا
سرکاري، دفتري او تعليمي ژبه وګرځولې شي
د فرورۍ په شپږويشتمه نېټه کال 2008 د پښتون مجلې د ادارتي بورډ غونډه په
باچا خان مرکز پېښور کښې د رحمت شاه سائل په مشرۍ کښې وشوه. په غونډه کښې
ډاکټر فضل الرحيم مروت، مشتاق مجروح يوسفزي، سيد عابد جان، امجد شهزاد،
محمد عاصم، نور ګل او فضل الرحمان زاهد ګډون وکړو. په دې غونډه کښې د
منتخب قام پرست قيادت نه د يو قرارداد په شکل کښې غوښتنه وشوه چې پښتو دې
د پښتونخوا سرکاري، دفتري او تعليمي ژبه کړي.
په يو بل قرارداد کښې د بېګم نسيم ولي خان مننه وکړې شوه چې هغوي د خان
عبدالولي خان ذاتي لائبرېري او د باچا خان د ذاتي استعمال څيزونه باچا
خان ټرسټ ته وسپارل.
اول خپله ژبه پس ته نورې ژبې
بې بنياده عمارت خو سمون نۀ کا
د محترمه بېګم نسيم ولي خان مننه
د باچا خان ريسرچ سنټر د ډائرېکټر فضل الرحيم مروت په درخواست محترمه
نسيم ولي خان د رهبر تحريک خان عبدالولي خان د ذاتي لائبرېرۍ ټول
کتابونه، آډيو او ويډيو کېسټونه او د هغوي د ذاتي استعمال نور ډېر ناياب
څيزونه تېره ورځ باچا خان ټرسټ ته حواله کړل. د هغې کتابونو او کېسټو او
نورو موادو ترتيب کولو دپاره د باچا خان ريسرچ سنټر سکالران لګيا دي هغه
ترتيب کوي او محفوظ کوي ئې. د پښتون رسالې د مشاورتي بورډ په غونډه کښې د
يو قرارداد په ذريعه د محترمه بېګم نسيم ولي خان د دې مرستې ستائنه وشوه
او د هغې شکريه ادا کړې شوه. ځکه چې د ولي خان د لائبرېرۍ کتابونه او
کېسټې د استفادې دپاره د ټول پښتون قام امانت ؤ او دا په وخت دغې قامي
ادارې ته په ډېر خلوص او اخلاص سپارل د پښتنو سره د مينې او اخلاص د ټولو
نه لوئے اظهار دے. |