کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، هغه قام سپک شي او د کوم قام نه چې ژبه ورکه شي، هغه قام ورک شي  ـ  باچا خان

 

کور

 

 

 

د اميرحېدرخان تقرير

  پپښتونخوا ـ حقيقت داد ے
  اېف سي آر
  د بجلۍ بحران
  امريکا کې باچاخان امن کانفرنس
  د باچاخان خط
  پښتانۀ ـ د غني خان د کتاب يو ټوک
  امن معاهده
  سپيځلي کردارونه
  انقلابي شاعر ـ معزالله نګار
   

امن او پښتانۀ

اداريه

 د خپلې نامزدګۍ په وخت د صوبې وزيراعليٰ حېدرخان هوتي وئيلي وو چې زمونږ وړومبۍ ترجيح به د امن و امان مسئله وي. هغوي په خپلو ټولو تقريرونو کښې اوليت هم دغې مسئلې ته ورکړے ؤ.دا خبره د پارټۍ په حېثيت د اې اين پي د پاليسۍ برخه هم وه او د نوي جوړ شوي حکومت د شريکې پاليسۍ برخه هم. د وزيراعليٰ په وړومبي پاليسي بيان کښې هم کۀ هر څو د ټولو پېښو، مسئلو او د هغې د حل دپاره د پوره عزم اظهار شوے دے ولې بيا هم په دغه بيان کښې د امن د مسئلې حل ته اوليت حاصل دے او په دې کښې د شک ګنجائش هم نشته چې په تېرو څو کالو کښې چې بې له څۀ وجوهاتو د پښتنو په خاوره څومره تخريب وشو د هغې تقاضا هم دغه وه چې دلته د تعمير او ترقۍ مثبت او تعميري ګامونو پورته کولو دپاره سازګار حالات پېداکړے شي. د دې دپاره د اې اين پي د مشرانو د خيال سره سره د صوبې د حکومت او صوبې د وزيراعلٰي تجويزونه د ډز او ټوپک په ځائے د مسئلو حل د خبرو اترو او جرګو مرکو د لارې نه لارې ګودرې لټول او پېدا کول وو. د مثبتو خبرو دپاره د مثبت نېت لرلو شرط يواځينے داسې عمل دے چې دا د ډېرو مشکلاتو باوجود هم هر فريق لارې ته راکاږي. يو طرف ته کۀ د مثبتو جرګو عمل شروع شو چې په تېرو ورځو کښې په باچا خان مرکز کښې د قبائلو يوه جرګه وشوه، ورپسې د صوبې د موجوده حکومت سره د سوات او ملاکنډ د مشرانو جرګه وشوه نو بل طرف ته په 22 اپرېل د شريعت محمدي (ص) امير مولانا صوفي محمد هم د يوې مثبتې معاهدې نه پس د خېر سګالۍ په طور پرېښودے شو په دې کښې شک نشته چې په دغسې حالاتو پېداکولو په خلقو کښې د امېد يوه رڼا سترګو ته ښکاره شوه او د اطمينان ساه ئې واخسته نو په مردان او نورو ځايونو کښې ځنې واقعات هم مخې ته راغلل خو دا هېرول نۀ دي پکار چې خلق د دې عمل او دغه قسم واقعاتو تماشه هغسې د لرې نه نۀ کوي بلکې په ژور نظر د دې مطالعه هم کوي او اوس ورو ورو خلق پوهېږي چې د کوم کار او کوم عمل مقاصد څۀ دي او دا هر څۀ ولې کېږي څوک ئې کوي او په کوم غرض کولے شي. مونږ په فخر سره وئيلے شو چې پښتانۀ د ټولې دنيا د مسلمانانو نه ښۀ مسلمانان دي. د ژوند او جدوجهد د لارو تعين مسلمانانو ته د لوئے خدائے د کلام او پېغمبر محمد(ص) د حديثو نه شوے دے. د دغو لارو نه سرغړونه کۀ په هر شکل کښې وي بايد چې پښتانۀ مسلمانان په زړۀ زړۀ کښې د هغې دپاره يوه پرېکړه وکړي.
او بايد چې هېڅوک د زورور او کمزوري تعين د زور او وسلې په بنياد ونۀ کړي بلکې د خدائے رسول(ص) د تعليماتو په رڼا کښې ئې د حق او ناحق او ټيک او غلط په بنياد وکړي ځکه چې پښتنو ته هم خدائے يو وطن بخښلے دے يو معاشرت ئې ورکړے دے، ډېر مثبت دودونه دستورونه لري په دغه وطن کښې ډېر وسائل لري.
لويو طاقتونو د دغې وسائلو د حصول دپاره څو کاله مخکښې دغه جنګ د دوي خاورې ته راوړے ؤ او دغه جنګ نن هم په دغه خاوره موجود دے کۀ مونږ په دې سوچ کولے شو چې په دې جنګ کښې د څومره بې ګناه پښتنو مسلمانانو کورونه وران شو، څومره بې ګناه خلق مړۀ شو او څومره په دغه ټولنه کښې لوئے تخريب وشو نو دا بايد چې نور فريقين هم محسوس کړي چې دا هر څۀ کۀ په يوه لاره نۀ حل کېږي نو تر کومې به دا عمل روان وي پښتانۀ خو ډېر سپېځلي خلق دي د هغوي په نيتونو کښې خو دا دي چې:
زۀ د مغرب د هر بچي اواز مشرق کښې اورم
چې د مشرق د بچي شور مغرب ته څنګ نۀ رسي

د انسان خصلت خو دا دے چې کۀ بې ګناه د چا ګوته هم خُوږ شي او وئ اواز نعرې کړي نو د دۀ په زړۀ ورسره درد شي او رحمان بابا وائي چې:
ادم ذات په معنيٰ واړه يو صورت دے
هر چې بل ازاروي هغه ازار شي


مونږ ته يقين دے چې د مولانا صوفي محمد د ازادولو سره چې کومې جرګې روانې دي دغسې عمل به د صوبې موجوده حکومت برقرار وساتي او ټوټې شوي زړونه به واپس کوشېر کړي. د دې عمل جاري ساتلو سره سره چې اوسني حکومت ته د عوامو له خوا کومې غټې غټې مسئلې ورپېښې دي هغه د اوړو نشتوالے او ګراني ده، د بجلۍ، ګېس بحران او ګراني ده. بې روزګاري ده، د تعليم مسئلې دي، د هسپتالونو مسئلې دي، عدالتي بحرانونه دي، يعنې زرګونه اژدهاګانې دي چې د خلقو نه تاؤ دي. په دې کښې شک نشته چې د تېر حکومت سره سره عبوري حکومت هم په تلو تلو کښې ښۀ ډېر تخريب کړے دے او کنډر کنډر او د مسئلو نه ډک کور ئې اوسنو خلقو ته سپارلے دے. د مسئلو دغه غر ته چې د لاندې نه بنده ګوري نو وار ئې خطا کېږي خو کۀ وراړم شي نو ډېره لرې نۀ وي چې سر ته ئې ورورسي. خو شرط پکښې روانېدل ضروري دي. مونږ ته دا هم يقين دے چې کومو خلقو د تېرو حکومتونو د خلقو نه په يو فرق د دوي سره کوم توقعات وابسته کړي دي دوي به په هر حال کښې په هغې پوره وخېژي.
دا وختي بحرانونه دي، د دې سره جنګ خو د اوسني حکومتي خلقو فرض دے، ولې دا ټول د داسې نظرياتو لرونکي خلق دي چې مونږ ترې طمع لرو چې دوي به خلق يو روښانه مستقبل طرف ته بوځي.
مونږ به بيا هم عرض وکړو چې جنګ د يوې مسئلې حل نۀ دے، جنګ د ټولو مسئلو مور ده. امن يواځينۍ لاره ده چې دا خلقو له سکون اطمينان او ترقي راوړي. امن غوښتل د خدائے او رسول(ص) د لارې غوښتنه او په دې غوښتنه د ټولو قامونو او اولسونو حق دے.

- اداريه اداره 1
2- د امير حېدر خان هوتي تقرير اداره 3
3- روان حالات....................... رحمت شاه سائل 12
4- د جرګو په لار د امن سپرلي اسرار د طورو 15
5- د بجلۍ بحران.................... شکيل وحيدالله 18
6- پښتونخوا، حقيقت دا دے روښان يوسفزے 23
7- امريکه کښې باچاخان امن کانفرنس ترجمه: احسان الله 27
8- ايف سي آر محسن جاوېد 31
9- د الېکشن دپاره د ګرېجوېشن شرط فرهاد روشن 34
10- څومره تراخۀ دي د مزدور............. فېض محمد مظلوم 36
11- د قصه خانۍ د شهيدانو.............. اداره 39
12- عقيده مجاهده ده ډي جي ټنډولکر/ محمود احمد 40
13- دا رښتيا خبرې چا وئيل چې ښې دي مرکه 44
14- د باچاخان خط اداره 50
15- امن معاهده اداره 51
16- معزالله خان نګار محمد ابراهيم بېنوا 53
17- سپېځلي کردارونه جمال داؤړ 54
18- د قېدي خطونه ترجمه: مشتاق مجروح 57
19- بل مشال محمد زبېر حسرت 61
20- پښتانۀ ترجمه: عابدخان 62
21- په اولسمشر کرزي قاتلانه حمله اداره 68
22- شاعري عبدالله غمخور، تاج حېران، الحاج قېس دراني، فضل شاه فضل، رضوان الله بهار، جمشېد مومند، سعدالله مېوند، پروفېسر صفدر، مشتاق مجروح يوسفزے

باچاخان پبلي کېشنزاو مېډيا سيل ، باچاخان مرکز پېښور