|

د اسفنديار ولي خان پېغام
عمر لکه د باد تېرېږي، د باچا خان او ولي خان د
نومونو اورېدو سره راته د هغوي دژوند د يوې يوې
لمحې سره د هغوي د تلين هغه منظرونه هم نېغ سترګو
ته ودرېږي، په کومه کومه ورځ چې هغوي د پښتنو سره
اخري پرېکړه کړې وه او دغه د پېښور د لوئے کننګم
پارک او خواوشا لارې کوڅې يواځې د غمژنو پښتنو نرو
او ښځو نه ډکې نۀ وې، بلکې په هر طرف اوښکې هم وې
او د سلګو اوازونه هم وو چې زړونه به ئې غوڅول، دا
مياشت د باچا خان د يوويشتم ا و ولي خان د درېم
تلين مياشت ده. شلمه جنورۍ د باچا خان او شپږ
ويشتمه جنورۍ د ولي خان زمونږ سره د جدائۍ اخري
ورځ وه.
چې پېدا شوې تا ژړل خلقو خندا کړه
داسې مړ شه چې تۀ خاندې خلق ژاړي
د دې هر څۀ باوجود لکه زما د هر پښتون زړۀ او ذهن
د وياړنې د هغې سرور نه ډک دے چې دغو دواړو بې
بدله شخصيتونو په خپل ځان او ژوند لوبې وکړې خو د
وخت ظلم او جبر ته ئې سرونه راټيټ نۀ کړے شو او
خلقو ته د نۀ رسايۍ باوجود ئې خپله فلسفه او پېغام
ور ورسول او هغه فرض ئې ادا کړل د کوم چې هغوي د
لوئے خدائے پاک او پښتنو سره لوظونه کړي وو.
د وياړ او زړۀ غټاوي خبره دا ده چې د پښتنو ټول
تاريخ د يو قسم تورې او مړانې نه ډک دے او د باچا
خان او ولي خان توره او مړانه د يو نوي قسم تاريخ
آغاز کوي او دوي ته يو انفراديت وربخښي، دغه تاريخ
د عدم تشدد د فلسفې امن، مينې، ورورولۍ، قلم، کتاب،
ذهن او شعور تاريخ دے او په نړۍ کښې د يو قوم په
حېثيت د ځان پېژندنې تاريخ دے او دا زمونږ د پښتون
قام د ژوند ژواک يو داسې بختوره مرحله ده چې زمونږ
فکرونو ته د الوت وزرې ورکولې شي.
کومو رهبرانو چې يوه پېړۍ د امن او عدم تشدد دپاره
کار وکړو نو دا ډېر د افسوس او ارمان ځائے دے چې د
هغې خلقو وطن نن په ټوله دنيا کښې يواځينے ځائے دے
چې هر خوا وينې دي او د اور لمبې دي او پښتانۀ
قتلېږي او پکښې سوزېږي. دا هم د افسوس مقام دے چې
غلطۍ د دې ملک غېر جمهوري حکمرانانو وکړې او ملبه
ئې ټوله د پښتنو په سر راپرېوته. بيا هم مونږ له د
پښتنو اجتماعي غېرت او د باچا خان او ولي خان د
عملي جدوجهد فکر او فلسفې رڼاګانې ډاډ راکوي چې د
قومونو په ژوند کښې دغسې حادثې راځي. هغه ورځ لرې
نۀ ده چې مونږ په دغه قسم ټولو حالاتو برے ومومو
او ټول پښتانۀ د وحدت په يوه لاره د منزل په لور
روان وساتو. مونږ د خپل تاريخ په دې موړ د دغو
دواړو تاريخي هستيو د روحونو سره لوظ تازه کوو چې
زمونږ ټولې هلې ځلې به د هغوي دخيال او فکر، فکر
او عملي فلسفې په نوم وي. د پښتنو د بقاء د جنګ په
دغه مرحله کښې به مونږ د لوئے خدائے د رحم و کرم
سره سره د هغوي او د هغوي د ملګرو روحونه هم د
خپلې رهنمايۍ دپاره رابلو. زمونږ ژوند او ژواک د
پښتنو د اجتماعيت د بقاء نۀ يواځې يوه برخه ده
بلکې دا زمونږ سره د پښتنو هغه امانت دے چې هېچرې
به خيانت کېږي نۀ. د باچا خان او ولي خان کردار او
عمل زمونږ د پښتنو په لاسو کښې هغه رڼاګانې دي چې
د هرې تورې تيارې سينه غوڅولے شي او مونږ خپل منزل
ته رسولے شي. انشاءالله
اسفنديار ولي خان
باچاخان مرکز پېښور
د باچاخان اؤ ولي خان په کليزه
د پښتونخوا د وزيراعلی اميرحېدرخان هوتي پېغام
د سترلارښود بابا فخرافغان باچاخان په ٢١ اؤ د
رهبرتحريک خان عبدالولي خان په درېمه کليزه مونږ د
خپل اولس سره دا لوظ کوو چې د پختونخوا صوبائي
حکومت به د عوامي نېشنل پارټئ د رهبرئ اؤ مشرئ د
سرپرستئ لاندې د خپل قام اؤ سيمې د امن اؤ پرمختګ
لپاره د هيڅ قسمه قربانئ نه سر نه اړوي ـ
مونږ ټول د ستربابا باچاخان د عدم تشدد فلسفه د
خپلې لارې مشال ګڼو اؤ دا مو پوخ يقين دے چې په دې
سيمه صرف امن زمونږ د خوشحالئ اؤ ترقئ ضمانت
ورکولے شي ـ بدامني ، وسله وال شورش اؤ اړے ګړے
دچا په خېر تمام شوے دے ، نه به تمام شي اؤ د
کشالو د حل يواځينئ لار د خبرو اترو اؤ جرګې مرکې
ده ــ په ټوپک نه چا خپلې مسئلې هوارې کړي دي ، نه
به ئې هوارې کړي ـ
په دې هيله چې يوه ورځ به مونږ هم د سيال قامونو
سره سيال شو اؤ د خپل مېنځه به دښمنئ ، تربګنئ اؤ
نااتفاقئ لرې کړو اؤپه تعليمي ، معاشي اؤ مواصلاتي
لارو به خپل اولس د ترقئ بام پله بوځو، زمونږ
حکومت په دې حقله کوټلي ګامونو اخيستلو ته چمتو دے
ولې حکومت د خپل قام نه دا تمه هم لري چې د قامي
اؤ بېن الاقوامي حالاتو په رڼا کښې به د سوچ ، فکر
، حکمت اؤ زغم نه کار واخلي اؤ د ستر رهبر خان
عبدالولي خان دا وصيت به د ځان سره خوندي ساتي چې
لا به يو کيږو ګنې ورکيږو ـ
مونږ د صوبې د حکومت واګي اخيستلو پروخت ډېر
امېدونه او ارمانونه د ځان سره راوړي وو. د ټولو
نه لوئے ارمان مو دلته امن قايمول وو او اوس هم
دغه فکر لرو. مونږ د ډېرو مشکلاتو او ډېرو اندروني
او بېروني مخالفتونو باوجود دوه امن معاهدې لاس
ليک کړلې خو د دغسې اخلاص باوجود مونږ قسمت د اور
لمبو ته وسپارلو. بيا هم مونږ نۀ دهمت لمن پرېښې
ده او نۀ د صبر او زغم. ځکه چې مونږ د پښتنو د
عظيم لارښود د عملي فلسفې عدم تشدد د سيوري لاندې
پېدا شوي او لوئے شوي پښتانۀ يو. زمونږ يقين دے چې
د دغې فلسفې او د مشرانو د دعاګانو په برکت به
مونږ ډېر زر په خپلو نېکو خواهشاتو کښې کاميابي
ومومو. ځکه چې خدائے غېرتي بادشاه دے د غېرتي خلقو
او صبر کوونکو خلقو ملګرتيا کوي او مونږ هم د لوئے
خدائے د رحم وکرم په امېد غواړو چې زمونږ د قام د
مياندو خوئېندو د سترګو اوښکې وچې کړې شو.
دا ډېر د افسوس او ارمان مقام او ځائے دے چې کوم
رهنما باچاخان (چې د پښتنو فخر افغان دے) چې
تقريباً يوه پېړۍ ئې د کوم قام او خاورې دپاره د
عدم تشدد په فلسفه کار وکړو او عمل يې پرې وکړو او
د امن تبليغ يې وکړو. نن د هغۀ وطن، قام او اولس د
تشدد او بدامنۍ په يو داسې طوفان کښې ګېر دے چې
زمونږ لرلي او راوړي ارمانونه ئې زمونږ په زړونو
کښې غوټه کړي پرېښي دي. زمونږ ارمانونه د دې قام،
د دې اولس تعمير او ترقي ده. مونږ به انشاءالله د
باچاخان او ولي خان ياد د روايت په توګه نۀ بلکې د
يو مقصد او دهغوي د روحونو سره د يو پښتون لوظ په
توګه نمانځو. هغه لوظ به دا وي چې مونږ د هغوي د
فکر وعمل په رڼا کښې او د هغوي د افکارو او
ارمانونو په رڼا کښې دخدمت يو داسې مشال قائم کړو
چې د هغوي روحونو ته پرې سکون ورسي.
مونږ د پوره امېد او يقين او دعوې سره وايو چې
مونږ پښتانۀ مسلمانان يو. نۀ مو د پښتو لمن پرېښې
ده او نۀ د اسلام د اصولو لمن. ټولې لارې رڼې دي،
مونږ د دغو رڼو لارو لاروي يو، خدائے پاک به مونږ
له ضرور برے راکوي. د باچاخان او ولي خان د فکر و
عمل لارې به هم رڼې ساتو.
کور مو ودان
اميرحېدرخان هوتي
پختونخوا هاوس
پېښور
نېټه : د جنورۍ ١٨ کال ٢٠٠٩ء
د عوامي نېشنل پارټئ صوبائي صدر ښاغلي افراسياب
خټک پېغام
د غلامۍ او بې وسۍ په يو داسې دور کښې چې هر خوا
مايوسي او بې حسي خوره وه او په ټول برصغير د
پېرنګي د راج بېرغ رپېدو او بل خوا د پښتنو په
ژوند تورتم راخور وۀ او دوي په سياسي، معاشي او
معاشرتي توګه د يو زپلي شوي قوم په رنګ وو، د
تاريخ په دې نازک پړاؤ الله تعالٰي د لارښودنې
دپاره يو داسې ستر انسان پېدا کړو چې په تاريخ کښې
د باچا خان او خان عبدالغفار خان په نوم يادېږي.
باچا خان د پښتنو د ژوند بېړۍ د ډوبېدو نه بچ کړه
او چنګ ونګ او تس نس پښتانۀ ئې په يو سوچ، په يوه
نظريه او يو مرکز راټول کړل. باچا خان د پښتنو کلي
په کلي، کوڅه په کوڅه او کور په کور وګرځېدو، خپل
د امن، مينې او يووالي پېغام ئې ټول اولس ته
ورسولو، خلق ئې د خپلو مسئلو نه خبردار کړل او د
کشالو د هوارولو لار ئې هم ورته په ګوته کړه.
باچا خان خپله فلسفه پښتنو ته وړاندې کړه. پښتنو د
باچا خان، د هغۀ د فلسفې، عمل او کردار موازنه د
خپل عمل او کردار سره وکړه او چې څۀ غلطۍ په دوي
کښې وې هغه ئې د باچا خان د فلسفې په رڼا کښې لرې
کړې.
د تاريخ په هر پړاؤ د باچا خان او ولي خان فلسفو د
هغوي عمل او کردار پښتنو ته لار سمه کړې ده. د
هغوي د تلينونو په موقع مونږ خپلې زندګۍ د هغوي په
عمل او کردار د قربانولو دپاره نذرانه کوو.
الله تعالٰي دې په خپل رحم او کرم د هغې دوو سترو
مشرانو د لارښودنې سېورے تل د پښتنو په سر لري.
آمين |