|
د
متاثرو خلقو خورې ورې ټکوڼې
او د هغوي موجوده صورت حال
په مونږ د حقيقتونو نه لرې
دعوې نۀ دي کړې. تل مو د وياړ سره په هسکه غړۍ وئيلي دي چې پښتانۀ د يو
داسې تاريخ او دومره غني کلچر خاوندان دي چې د خپلې لوږې تندې باوجود
هم ترې د خپل ګاونډي بچے نهر نۀ دے اودۀ شوے. د سوات، دير او بونېر نه
راغلي متاثرينو ته مهاجر وئيل ورته د کفر کلمه ښکاري. خپل ځان ئې ګڼي
او مېلمانۀ ئې ګڼي. د کوم کور دننه چې دغه مېلمانۀ نۀ وي د هغوي
ماشومان خفه وي. منم چې زمونږ ماشومانو ته دا وخت د دې پته نۀ لګي چې
دا څۀ چل دے او دا ولې هر کور او هره حجره د راغلو مېلمنو نه ډکه ده.
خو سبا به دغه تاريخ د دغو ماشومانو د لېونو مينو محبتونو په قصو کښې
محفوظ وي او هم په دې وجه د قامونو مثال د ګلونو د تخمونو وي چرته چې
ورېژېږي هغلته په لوئے تعداد کښې راوټوکېږي.
په سوات کښې د مولانا صوفي محمد صېب سره د اې اين پي مشرانو او په
حکومت کښې ناستو نمائندګانو د اسفنديار ولي خان په قول دغه دوېمه
معاهده د دې دپاره کړې وه چې د پښتون ډېره وينه توې شوه. بس د ے. د دغو
خلقو د امن په خاطر به خپلې خپلې خبرې ه پرېږدو او د حقيقت دې سر له به
راشو چې په مونږ ټولو د دغو خلقو حق دے چې په شريکه ئې ور وسپارو.
معاهده وشوه، مولانا صېب سوات ته د امن کېمپ يوړو، خلقو خوشحالۍ وکړې،
معاهده د قومي اسمبلۍ نه پاس کړې شوه. صدر پرې لاسليک وکړو. دارالقضاء
ميا افتخار حسېن اعلان وکړو خو يو وړوکي ضد او د لږ غوندې دانش د نۀ
استعمال په وجه مسلح خلقو د سوات د خلقو د اميدونو دنيا په بله واړوله
او نن ټوپک ټوپک ته مخامخ دے. نۀ يواځې د سوات، دير او بونېر ګل ورينه
فضا ئې د بارودو په لوګو کښې پټه کړې ده، بلکې دېرش لکه خلق ئې د خپل
خپل جنت کور نه هم را بې درکه کړۀ. ښۀ به وي چې ډېر زر دغه خلق واپس
خپلو جنتي جونګړو ته واپس شي.
د اې اين پي مشرانو پښتون مشر اسفنديار ولي خان، صوبائي صدر او سېنېټر
افراسياب خټک، د پښتونخوا وزيراعلٰي اميرحېدر خان هوتي او د صوبې د
اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسېن او سينئير وزير بشير احمد بلور او د اې
اين پي د اطلاعاتو مرکزي سکتر او سېنېټر زاهد خان بيا بيا وئيلي دي چې
مونږ د عدل رېګولېشن وعده د سوات د عوامو سره او د سوات د خلقو دپاره
کړې وه. دا به برقراره وي. بايد چې د قانون د نظام هر ملزم د عدم په
مخکښې ودرولے شي او دغه د عدل نظام دخپل راوړي انصاف له برکته خپل ژوند
ته دوام ورکړي.مونږ په دې وړوکي کالم کښې د سوات د نقصان تفصيل ته نۀ
شو تلے چې هغه ډېر طوالت لري. البته دا عرض ضرور کوو چې کۀ د اپرېشن
دغه وخت را لنډ کړے شي او دغه خلق زر تر زره خپلو کورونو ته واپس کړے
شي نو دا به د دغې ټول نقصان د ازالې يوه داسې برخه وي چې مونږ او د
دغه متاثره شوو خلقو دپاره به د تشکر يوه موقع پېدا کړې شي. وزيراعظم
يوسف رضا ګېلاني صېب ملاکنډ ډوېژن جنګ ځپلې علاقه اعلان کړې ده چې خلقو
ته به زرعي قرضې معاف کړې شي. د يادولو خبره دا ده چې دغلته هر چا يا
هر د پټي مالک زرعي قرضې نۀ حاصلې کړې دي او نۀ چا ورکړې دي. د ملاکنډ
ډويژن عام زميندار خلق چې په دې اپرېشنونو کښې څومره متاثره شوي دي،
هغه عام خلق دي چې نۀ يواځې بې روزګاره شوي دي، بلکې تيار فصلونه ترې د
لو کېدو په وخت کښې پاتې شوي دي. داسې خو به نۀ وي چې د دې اعلان فائده
صرف يو څو تنو يا څو کورنيو ته ورسي. په ملاکنډ ډويژن کښې داسې کور
نشته چې هغه متاثر شوے نۀ دے هغوي ته په هنګامي بنيادونو د ساه اخستو
دپاره مدد ورکول د وخت ضرورت هم دے او د حالاتو تقاضا هم.
|