کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، هغه قام سپک شي او د کوم قام نه چې ژبه ورکه شي، هغه قام ورک شي  ـ  باچا خان

 

کور

 

کال  ٢٠٠٨ ء

 

د عدل رېګولېشنز د نفاذ نه پس

  بلوچستان ـ د سرې اور
  پاکه پاڼه
  سوات  توجه غواړي
  پروفېسر پرېشان خټک
  پښتانۀ
  د پښتو ژبې قابل رحم حالت
  د پښتونخوا وسائل
  د سر د بقا مبارزه به دوام لري
  د باچاخان تقرير
  توسيعي ليکجر
  د يادونو په مقبرو کښې
  جرنېل ميا
  ستا عبدالغفار
  ډاکټر صاحب شاه صابر
  ډاکټر خان صاحب
  شاعري

امـن امـن امـن

په ملاکنډ کښې د عدل رېګولېشن په حواله چې د اې اين پي او مولانا صوفي محمد صاحب ترمنځه کومه لوظ نامه شوې وه، په هغې د تودو تنقيدونو او پېغورونو باوجود مونږ په دې کالمونو کښې د اې اين پي د خلقو د سنجيدګۍ وکالت کوو او نن ئې په داسې حالاتو کښې هم کوو چرته چې هغوي د عدل رېګولېشن د وعدې سره د خلقو په مخکښې هم رښتوني ثابت شو.
دا لوظ نامه د دوؤ يا درې فريقو ترمنځه د څۀ کورني معاملاتو په حواله کومه وړه خبره نۀ وه، بلکې د دوؤ کالو نه چې کوم اور دغلته لګېدلے ؤ، دا لوظنامه د هغې په بنياد د لکونو خلقو دپاره وه، د دې لوظ نامې دوه اهم مقصدونه وو، يو دا چې د والئ سوات په وخت کښې خلق د هر قسمه کېسونو د فېصلو دپاره د ډېر لږ وخت سره بلد وو، يعنې د هر څۀ فېصله به ډېره زر کېده کله چې هلته دوېم صورت پېدا شو نو کلونو ته واوړېدې او ځکه د يو داسې عدل رېګولېشن ضرورت ؤ چې نۀ يوازې په لږ وخت کښې فېصلې وکړې شي، بلکې خلقو ته ارزان انصاف په لاس ورشي، دوېم مقصد د دې لوظنامې دا ؤ چې دلته امن راشي، کله چې عدل رېګولېشن د نفاد دپاره د اې اين پي مشرانو په صدر زرداري هم زور واچوؤ او خلقو د هغوي اخلاص وليدو نو نۀ يواځې د قومي اسمبلۍ نه دغه بل منظور کړے شو، بلکې صدر زرداري هم پرې دستخط وکړو، دا هغه نکته ده چې نور فريقين ئې د حېرانۍ سره مخ کړۀ. د هېچا په خوب او خيال کښې هم دا نۀ وه چې اول به اې اين پي دومره په سختۍ او سنجيدګۍ سره دا مسئله په مخکښې وړي، دوېم دا هم د خلقو د يقين نه لرې خبره وه چې د ملک دننه او ملک نه بهر د دومره قوتونو د زور لرلو باوجود به صدر په دغه لوظنامه دستخط کوي. اوس د منظورۍ نه پس د هغې د نفاذ د عمل نه تېرېدۀ دي او ډېر زر به هلته قامي عدالتونه خپله کار شروع کړي، دغه يو مقصد خو پوره کېدو والا دے بلکې داسې به ووايو چې اې اين پي نيمه ذمه واري سر ته ورسوله چې د دې په سر ته رسولو کښې ورسره پيپلز پارټي هم وه او د بهرنو قوتونو دپکې دړکې هم، خو دا ډېره د افسوس خبره ده چې د طالبانو چې مولانا صوفي محمد ذمه واري اخستې وه، هغوي نۀ تر اوسه ټوپک کېښودو او نۀ ئې د خپلو فېصلو نه لاس واخستۀ، په دې څو ورځو کښې چرته په دې حقله مولانا صوفي محمد او د هغۀ د تنظيم ملګرو، کوم داسې په کلکه هغوي ته ووې چې کۀ تاسو ټوپک نۀ ږدئ نو امن به څنګه راځي او نظام عدل به د قاضيانو په فېصلو چلېږي او کۀ د ټوپک د خاوندانو په فېصلو، په ځنې وختونو کښې عمل نۀ وي خو موقف موجود وي، د معاهدې نه تر دې وخته پورې چې مولانا صاحب څومره عمل او کار کړے دے. هر څنګه چې دے هغه به ئې کړے وي خو د ټوپکو سره بونېر ته تلل يا په دير کښې په خلقو کښې داسې کول چې د دې په حقله د هر چا يو موقف وي، تر اوسه پرې د دوي موقف ولې منځ ته نۀ دے راغلے.
دا هغه خاموشي ده چې نۀ يواځې دا چې څۀ معنې لري، بلکې دغه خاموشي ماتول به عېني په دې وخت کښې ضروري ځکه وي چې اوس د دې معاهدې سره د سوات د لکونو خلقو ژوند ژواک تړلي دي، دا سوال اوس د عامو خلقو په شونډو هم دے چې د دې لوظنامې د صدر د دستخط نه پس يو حېثيت هم جوړ شوے دے او د اې اين پي خلق بيا بيا غوښتنه کوي چې بايد هره مسئله نظام عدل ته راشي. په دغسې وخت کښې مولانا صاحب خپل د امن کار ته ولې کار ونۀ وې، يا خو مولانا صاحب صوبائي حکومت ته د ساه اخستو په حق کښې هم نۀ ؤ، خو چې کله د هغۀ د کار وخت راغے نو ښه په سړه سينه کور ته لاړو، د نفاذ شريعت محمدي ترجمان مولانا عزت خان صاحب وائي چې په دير کښې اپرېشن د معاهدې خلاف ورزي ده (خدائے مۀ کړه) او کۀ داسې څۀ خبره وه نو مونږ ته به ئې وئيلے وے او مونږ به صلح صفائي کړې وے، خبره ئې ډېره ښه هم ده او د قدر وړ هم ده، خو يو دا چې د دومره لويې خبرې نه کۀ هغۀ بې خبره وي نو بايد چې په دې خو ئې غور او فکر کړے وے چې په دې لوظنامه کښې د دوي په سر څومره ذمه وارۍ راځي هغه دوي د څۀ حده پورې پوره کړې دي، د اې اين پي مشران او صدر پاکستان چې هغه د پيپلز پارټۍ مشر هم دے، تر اوسه په دغه معاهده سل په سل ولاړ دي او غواړي چې د خلقو دپاره دغه نظام په عمل کښې راولي، د دې خلاف ورزي خو به هغه څوک کوي کوم چې واقعي د يو دغسې نظام نه په ويره کښې وي، روغ خلق د دې خلاف ورزي ولې وکړي؟
يوه ورځ يو تاڼېدار ته يو سړي سلام وکړو، بله ورځ ئې وکړو، بله ورځ هغه ورته ووې کاکا څو پورې چې زۀ ستا د ژوند نه خبر يم، تۀ ډېر روغ سړے ئې، دا بيا ماته سلامونه ولې کوې، ما ته خو به هغه څوک سلام کوي چې سحر يو جرم کوي ماښام بل.
رحمان بابا وائي:
ما جهان ته دا ستا ښۀ خوئے دے ستائيلے هسې نه چې مې په ټول جهان رسوا کړې
د اې اين پي خلقو د ملک ټولو خلقو ته د امن دپاره د هغۀ د مينې او خلوص کار او عمل ډېرې ستائنې کړې دي، هغوي هم د دۀ او خلقو په وېنا عدل رېګولېشن يو داسې ځائے ته ورسوو چې اوس پرې عمل ممکن شوے دے. خو د دغې رېګولېشن د نفاذ دپاره او د سوات د لکونو خلقو د خواهش دپاره چې د امن کوم ضرورت دے او دغه عدل رېګولېشن چې د ټوپک د شپېلۍ نه محفوظول او په عمل کښې راوستل دي، د هغې دپاره بايد چې مولانا صاحب په لوئے زړۀ پاڅي او داسې کار وکړي چې خلقو ته په نظر راشي، ځکه چې په قول د مولانا صاحب د هغۀ سره دغو خلقو شل کاله اوږه په اوږه جدوجهد کړے دے، هسې نه چې خلق په دې سوچ مجبور شي چې دا مونږ چې کومه سزا خورو دا هم د هغې جدوجهد په وجه خورو.
د سوات د لکونو خلقو د رائې نه به دا رائې راواخلو چې يوه خور يا يوه لُور مېډيا ته وائي چې مونږ دا نۀ غواړو چې دلته دې څۀ نظام وي، مونږ امن غواړو، امن غواړو، امن غواړو.
دا د دغې خاورې د خور يا لُور په پټه خُلۀ، رپېدونکو شونډو او لړزېدلي وجود هغه مطالبه ده چې اوښکې هم ګويا کولې شي، چې امن امن امن.

 

يو نظر دې خوا

د باچا خان ټرسټ د څېړنې څانګې ته د لاندينيو خدائي خدمتګارو د ژوند پوره او تفصيلي معلومات پکار دي څوک چې د باچا خان د څنګ، ننګ او پېرنګي استعمار خلاف د جنګ ملګري پاتې شوي دي او په خدائي خدمتګار تحريک کښې ئې د زړۀ له تله برخه اخستې وه، د ځانونو، مالونو او جائدادونو قربانې ئې ورکړې دي، د عدم تشدد په نظريه ټينګ ولاړ پاتې شوي دي، تشدد ئې ګاللے دے، جېلونه ئې تېر کړي دي او خپلې ځوانۍ ئې لَو لور کړې دي، کۀ څوک څېړنکار په دغه شخصيتونو کوټلي ليکونه کولے شي او مونږ ته ئې راواستوي نو مننه به ئې کوو. مونږ د دغو خدائي خدمتګارو ځنې نامې لاندې درج کوو کۀ له دوي نه علاوه نور ښاغلي مشران د چا په خواوشا کښې داسې تېر شوي وي نو د هغوي په حقله هم خپل معلومات راستولے شئ. کۀ تصويرونه ئې پېدا کېږي نو دا به نوره هم غوره وي.
صاحبزاده خورشيد د ادينه، علي اصغر د مردان، قاضي عطاءالله خان د مردان، سېد فضل لطيف د بدرګې، عبدالخالق خليق د ماڼکي شريف، شاد محمد خان مېږے د رځړو چارسدې، فضل رحيم ساقي د وردګې چارسدې، عبدالمالک فدا د بابړې چارسدې، ماسټر عبدالکريم د اتمانزو چارسدې، ستي جان د چارسدې، احمد کاکا د بابړې چارسدې، مولوي تاج محمد خان د بغدادې مردان، مولوي عنايت الله د طورو مردان، راحت خان بابا د سخا کوټ ملاکنډ اېجنسۍ، رفيق شالدا د تاڼې ملاکنډ اېجنسۍ او کانګرسي کاکا، ډاکټر خان صېب، سالار يعقوب خان د بنو، کاکاجي صنوبر حسېن مومند د کږې ولې پېښور، اميرنواز خان جليا د اتمانزو، اميرزاده خان د بخشالي ګجرات مردان، عبدالطيف افندي، عاشق شاه باچا د بډه بېرې، حافظ جسيم الدين د مردان، جېلاني کاکا د مردان، حکيم عبدالسلام د هري پور هزارې، ازاد خان کاکا جدون د اېبټ آباد، حاجي فقيرا خان، سالار داؤد خان، ثمين جان خان د محب بانډې پېښور، ميا محمد شاه ستي، ارباب عبدالغفور، سېف الملوک خان خوېشکي، علي ګل خان د پېښور، سېد بلال بادشاه د پېښور، يحيٰي جان خان (د بابا زوم)، غلام محمد ګاما د پېښور، عبدالعزيز خان کاکا د زېدې، حکيم سېدالابرار د محب بانډې مردان، مرزا تاج محمد خاموش، خادم محمد اکبر، سالار ربنواز خان، قاضي حبيب الرحمان د بنو او داسې نور ډېر.
هيله لرو چې زمونږ درانۀ لوستونکي به مونږ سره د قلمي امداد په حېث خپله رابطه وساتي او د باچا خان د ملګرو خدائي خدمتګارو د ژوند حالات او واقعات به په تفصيل سره مونږ ته راواستوي ځکه چې د دې ښاغليو نامې د سرو زرو په اوبو د ليکلو دي او دا ټول مشران د پښتو، پښتون او پښتونخوا فخر دي.


په مينه او مننه
د باچا خان مرکز د څېړنې د څانګې مشر

باچاخان پبلي کېشنزاو مېډيا سيل ، باچاخان مرکز پېښور- اي مېل : pakhtoonmag@gmail.com, Pakhtoon@pakhtoonmagazine.com