د قصه خوانۍ واقعه (23م اپرېل 1930)–فارغ بخاري
د درويشتم اپرېل 1930 دغه ورځ د هندوستان د ازادۍ په تاريخ کښې يو لوے باب دے۔ د برطانيه حکومت په دوه سوه کلن دور کښې دا د رسوائۍ ورځ ده۔ دا وړومبے ځل ؤ چې په ټول هندوستان کښې د سرحد خلکو د هغه انګرېز سره مقابله وکړه او سرونه ئې وبائلل چې د چا نمر کله هم نۀ پرېوتو۔ په هندوستان کښې ګاندهي جي د سول نافرمانۍ او د مالګې د جوړلو تحريک شروع کړو ۔ پروانشنل کانګرس کمېټۍ د اپرېل په دوېمه هفته کښې په شاهي باغ پېښور کښې د کانګرس د پروګرام مطابق د مالګې د جوړولو اعلان وکړلو چې په کښې په زرګونو خلکو ګډون وکړو ۔
د سېف الرحمان سليم سره مرکه 18|03|1999–پروفېسر ډاکټرحنيف خليل (مرکه کؤنکے)
سلیم صاحب د پښتو د ترقي پسندې ډلې شاعر دے شاعري ئې د انساني درد، رشتو او تقدس ترجمانه ده د مظلوم مرسته او سرمایه دار خلاف اواز پورته کول ددۀ د شاعرۍ بنیادي موضوع ده ۔ دغه قسمه شاعري کۀ به نظم کښې اجمل خټک عروج ته رسولې ده نو په غزل کښې دغه خصوصیت د سلیم صاحب په برخه دے زما په خیال که مونږ د اجمل خټک او سلیم شاعری يوځاے کړو نو د اسلوب د انفرادیت سره سره به د اردو د فېض احمد فېض کمے پښتو کښې هم پوره شي سلیم صاحب ډېرې لږې خبرې کوي او ډېره کمه شاعري ئې کړې ده خو په
خدائي خدمتګار حاجي بادشاه محمد مرحوم(متوفي 1945ء)–ډاکټر سعيد احمد ساحل
حاجي بادشاه محمد مرحوم د خپل وخت يو داسې نوموړے او پياوړے شخصيت تېر شوے دے چې بنيادي تعلق ئې د رياستِ دير د مردم خېزې خاؤرې “خال” سره وۀ ۔ د خپل وخت يو با اثره شخصيت، نوموړے تاجر او فيرنګي ضد مبارز وۀ ۔ د عبدالغفار خان او خدائي خدمتګار تحريک سره د مولوي فضل محمود مخفي په واسطه منسلک وۀ ۔ د فيرنګي ضد مبارزينو سره ئې مظبوطې اړيکې لرلې او د آزادۍ په مبارزه کښې ئې د خپلې برخې کار هم کړے دے ۔ دغه شان په دې سيمه کښې ئې د مولوي فضل محمود مخفي په سربراهۍ کښې د جاري تعليمي تحريک سره هم ځان
دا زمونږ خپل جنګ و–ډاکټر ابرار افغان
د نړۍ هر هېواد خپله خارجه پاليسي د خپلو مفاداتو او قامي اهدافو په رڼا کښې وضع کوي او کله کله د دغه اهدافو پوره کولو لپاره مشکلې او خطرناکې فېصلې هم کوي۔ معنی دا چې ملکونه په مذهبي يا جذباتي بنيادونو نه بلکې د زمکني حقيقتونو په بنسټ خپل سياسي، معاشي او ستراتیژیک اهدافو ته ځان رسوي۔ کله کله دا Rhetoric/بيانيه مونږ په پاکستاني مېډيا کښې د سياسي او د بعضې رسنیو په حلقو کې وينو چې مونږ د امريکا جنګ په سر واغستو، مونږ پردي جنګ تۀ اودانګل يا دا چې دا زمونږ خپل جنګ نه و په اتيايمه لسيزه کې د شوروي اتحاد راتلل او بيا د
د مردان کالج “شفق” مجلې د پښتو برخې يو ناوياته څېړنه( 1952 نه تر 2025)–ډاکټر محمد جواد شفق
مردان کالج: د پښتونخوا د مردان ضلعې هغه لويه تعليمي اداره ده چې په سن 1952 کښې ددې بنياد کېښودے شوے دے او دا کالج د مردان په سينه په څلوېښت ايکړه رقبه کښې ارت بېرت پروت دے چې ددې عمارت تاريخي حيثيت څه کم درې اوويا کلن ته رسي چې دې ادارې د تعليم په میدان کښې د ډېر لوې لوې خلقو تربيت کړے دے ۔چې په موجوده وخت کښې څه کم 5000 طالبعلمان په بېلا بېلو شعبو کښې زده کړې کوي او د يولسم دولسم کلاسونو سره سره د بې اېس څلور کلن پروګرام هم لري چې په مردان کالج کښې ټول ټال شپاړس مختلفې شعبې دي۔پښتو، اردو،
شین سیورے ( افسانه)–ډاکټر نورالرحمان سحر
یو وخت داسې وۀ چې دغې ځنګل به ،د باد په زنګون د بې غمۍ خوبونه کول، ونو به ئې د شپې ځلانده ستوري شمېرل او پاڼو به ئې د سباوون دعاګانې وئیلې۔ خو اوس ئې،صرف د خاموشۍ په لمنه کښې، د ماتېدو او ارې کېدو اوازونه اورېدې شو۔ د څېړۍ د زړې ونې سیورے ئې اوس هغه ګور سیورے نۀ وۀ پاتې شوې۔ څېړۍ د یوې بې وسه مور پشان داسې دړدېدلې ولاړه وۀ، لکه چې بچي ئې د تېرۀ تبر مخې ته ولاړ وي۔ دغلته جرګه را جوړه وه۔ زمرے، چې د واکمنۍ علامت ګرځېدلے وۀ، نن ئې ستړیا محسوسوله، هغۀ په خپل دروند غږ وویل:”ما باچایۍ لیدلي
انجمن اصلاح الافاغنه–شهاب بونېرے
باچاخان منزل د انګرېز استعمار نه ازادي اخستل وو۔ پۀ پښتنو کښې د مبارزې يو نوے سياسي مزاحمت رنګ پُوکل وو۔ خو د دغه ازادۍ مخې ته تر ټولو لوے خنډ پښتانۀ پۀ خپله وو۔ پۀ وړه وړه خبره باندې خپلو کښې سره دښمنۍ کېدې، ورور د ورور وينه څښله، مذهبي ټېکدارانو د شريعت پۀ نوم عبس رواجونه خپل کړي وو۔ د تعليم نه ټولنې کرکه کوله ۔ باچاخان چې خپل مرام له ګام پورته کوۀ نو وړومبے کار ئې دغه جاري کړو چې اول د خپل قام اصلاح وکړي او هم پۀ دغه غرض ئې د يو انجمن بنياد کېښودو چې انجمن اصلاح الافاغنه نامه ئې ورباندې کېښوده ۔
پۀ جنوبي ايشيا کښې د سياسي اسلام ارتقا–شهزاد احمد خاطر
د مطالعه پاکستان د تاریخي مغالطې برخلاف د اسلام اثرات جنوبي ايشيا ته د کال 712 نه مخکښې رارسېدلي وو۔ دا تصور ورکول چې د اسلام تاريخ د يؤ فوجي جرنيل د حملې نه پېل کيږي، د پاکستان د جوړويدلو روسته د يو مخصوص طبقې پۀ مفادو کښې وه ۔ د عام اولس د تاريخ پوهنې مسئله دا ده چې پۀ هره زمانه کښې د تاریخ عام فهم د سياسي اغيز لاندې وي او فقط هغه افسانې تکراروي چې د حاکم طبقې پۀ فائده کښې وي۔ دا ضرور ده چې پۀ ډېرو پرمختللو هېوادونو کښې دا رجحان بيخي کم شوے دے، چرته چې د عام اولس اجتماعي ادراک پۀ تاريخي
د ادبي ادراکياتو اهم اصطلاحات — ګل اکبر خان
ادبي ادراکيات او شعريات د ادبي تنقيد هغه نظريه ده چې د ادب د لوست او درک بهير د انساني ذهن، ادراک، تصور او تجربې په رڼا کښې څېړي۔ په دې نظريه کښې دا کتلې شی چې کله لوستونکي ادبي متن لولي نو د هغوي په ذهن کښې د معنا جوړېدو بهير څنګه ترسره کېږي۔ “Cognitive poetics is the application of cognitive linguistics and psychology to the study of literary texts۔” ادبي ادراکيات د ادراکي ژبپوهنې او علم نفسيات اصول د ادبي متونو د مطالعې لپاره کاروي۔ Peter Stockwell, Cognitive Poetics: An Introduction, Routledge, 2002 ادبي ادراکيات د شلمې پېړۍ په وروستيو لسيزو کښې رامنځته شوې نظريه ده۔ دا نظريه
د مومندو تنده خاوره د بارانۀ تهکۀ موجوده نظام ته اړتيا لري–شمس مومند
هسې خو پښتون وطن دومره خوږ دی لکه د چارسدې ګوړه او له ښایست دومره ښایسته لکه د څوارلسمي سپوږمۍ او د وړومبۍ شپې ناوي۔ زۀ خپله دومره په پښتونخوا کښې نه يم ګرځېدلے، خو خبره درسره په خپل وطن مومندو کوم۔ مومند خدائے داسې سیمه پیدا کړې ده چې په پسرلي کښې ورشې نو ګرځېدل پکښې خوند کوي، خو په بل موسم کې که ورشي، تش د خاورو بادونه پکښې لږي۔ د دې خړوالي شاته څه عوامل دي، لنډه خبره به یې د دغو عواملو په اړه وکړو۔مومندو رقبه ۲۲۹۶۲۰ هیکړ ده، خو دومره لویې رقبې کې یوازې ۳۱۰۰۰ هیکړ د کرنې وړ ده، یعنې د ټوټل رقبې ۱۳۔۵٪
په مومندو کښې باچاخان امن مېله په تيارو کښې د رڼا يو څرک–مزران مومند
د يوې اوږدې مودې راهسې په پښتونخوا وطن او په خصوصي توګه په قبائلي سيمو باندې د مصنوعي دهشتګردۍ لۀ وجې يوه خاموشه ويره راخوره ده چې لۀ وجې ئې د پښتانۀ د ذهني او نفسياتي ناروغيو سره مخ دي۔ د بد امنۍ دې فضا نۀ صرف سړي او ښځې د ذهني کشمکش سره مخ کړي دي بلکې د وطن ماشومان او ماشومانې هم د دې بد اثر لاندې يو قسم د ويرې ژوند تېروي۔ په تېره روژه کښې د پاکستان او افغانستان ترمنځه روانې شخړې او په دې شخړه کښې کوز او بر په لسګونو پښتانۀ سړي, ښځې او ماشومان شهيدان کېدل او ټپيان کېدل بيا يو داسې ماحول
قامي شناخت او پښتونخوا د نوم مسئله—حنيف الرحمان
په خپل سکول کښې پردو ژبو او پردې تاریخ ته ناست یم دا زهعۀ کوم کوم سبق وایم له خپل ځانه ئې پردے کړم په معاصرو سیاسي او ژبپوهنیزو بحثونو کې د قام، ژبې او جغرافیې تر منځ اړیکه د یو اولس د هویت د جوړښت اساسي ستنه بلل کېږي۔ ډېری سیاسي دانشوران او ټولنپوهان باور لري چې ریاستونه یوازې د قانون او ادارو له لارې نۀ بلکې د ژبې، تعلیم، تاریخ او نومونو د سیاست له لارې هم خپل واک ټینګوي۔ د پښتنو د قامي شناخت مسئله هم د همدې نظریاتي چوکاټ په رڼا کښې ښه درک کېدے شي، ځکه چې په پاکستان کې د پښتنو ژبه، نوم او
د ژبپوهنې اجمالي تاريخ–حسېن بخش کوثر غورياخېل
ژبپوهنه د ژبو د حقيقت او د رش ريښې د معلومولو يوه داسې ذريعه ده چې د قبل الميلاد د پېړيو نه راوخله تر ننه پورې د انسان د فطري خوئي تسلي پرې کېږي ۔ د ارسطو افلاطون او د سقراط د ليکنو څخه د دې ثبوت حاصل شوے دے چې دوي د کائنات او د انسان د پېدا کېدو تومني د لټون پۀ باب د انساني ژبې د پېدا کېدو د بنيادي اصولو پۀ لړ کښې د خپل فکر نيلي زغلولي دي۔ ولې د دې فېلسوفانو اندازې او خيالات د مثبتو دليلونو پۀ ځاے د سمي جنګولو پۀ اصولو مبني وې ۔ د پېداواښت صحيفه د تورات شريف چې
تړلے تورخم(افسانه)–فرحت عباس
ګل مرجانې چې خپل زوي ته وکاتۀ نو زړۀ ئې پۀ ډوبېدو شو۔ د ماشوم سر يو طرف ته زوړند و۔ مخ ئې تک سور و او د وجود نه ئې سم تپ پورته کېدوـ نرے زبېرګے ئې کووو او ساه ئې ډېره بده بده اغسته۔ داسې لګېده چې بس د لږ ساعت مېلمه وي۔ ګل مرجانې پۀ نا اميدو سترګو د تورخم بندې دروازې ته او بيا چاپېره پۀ زرګونو خلکو ته وکاتۀ۔ څوک چې پۀ دې طمع وو چې دا دروازه به خلاصه شي او دوي به پاکستان ته واوړي۔ دې ټولو خلکو د طلبانو د دوباره حکومت اغستو پۀ وجه د ملک نه تېښته کوله۔ ولې چې
د نوروز ملي تاریخ— وقاص ايسپزے
د نړۍ هر ملت د ژوند د مختلفو مناسبتونو لپاره خپلې خپلې ورځې لري چې د هغوی د تمدن، کلتور او تاریخ ئې ژوندے ساتلے وي ۔ دغه ډول مناسبتونه کلتوري، تاریخي، موسمي او مذهبي بڼې لري چې د ملت وګړي ئې لمانځي او په خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو ویاړي ۔ هم داسې پښتانۀ افغانان هم د خپل ژوند مناسبت لپاره ځانګړي مراسم، عنعنې، دودونه او رواجونه لري ۔ پښتانۀ افغانان د نورو دودونو او عنعنو ترڅنګ د “نوروز” په نوم یو لرغونے جشن لري چې ډېر په شاندار او ډول ډول مراسمو ئې لمانځي ۔د نوروز لغوي معنا “نوې ورځ” ده او په اصطلاح کښې هغه ورځې یا
ایران، اسرائیل،خلیجِ فارس او امریکا: د شخړو د حل یو نظر! (سائمن تانیوس، د فلسطین د امورو ماهر) –جبران خان عمرخېل (مترجم)
لنډيز: په داسې حال کښې چې منځني ختیځ اکثره د “غوره شوي قامونو”(Chosen people) ترمنځه د جګړې ډګر بلل کېږي، جوهان ګالټونګ، چې د سولې او شخړو د مطالعې د علم بنسټګر ګڼل کېږي، دې مسلې ته د “ځورېدلو خلکو” ترمنځ شخړې په نظر ګوري۔ ایران، اسرائیل، د خلیجِ فارس هېوادونه، او متحده ایالاتونه (امریکا) دلته د تاریخ په اوږدو کښې په بېلابېلو شخړو کښې ښکېل پاتې شوي دي، چې د منځني ختیځ سوله یې بې باوره کړې ده او د ډېرو اړخونو ترمنځه اړیکې یې تل له کړکېچ سره مخامخ ساتلې دي، که څۀ هم ځنې وختونه نسبتاً قلاري یا ستراتیژیک اتحاد یې هم جوړې شوي دي ۔ نن سبا،
په افغانستان کښې به اسلامي نظام قائم شي؟–مولانا عبدالجليل
د افغانستان څوارلس کلن جنګ د اسلام په نامه وشو۔ د يوې اندازې مطابق پنځلس لکه زلمي، ښځې او ماشومان پکښې قتل شو، کورونه ټول ړنګ شو ولې او کويان وچ شو ۔ د افغانستان په هره ډېره د وينو څاڅکي پراتۀ دي ۔ داسې کور نيشته چې يو دوه کسان به په کښې نۀ وي قتل شوي ۔ خو سوال دا دے چې هلته به اسلامي نظام قائم شي او کۀ صرف قوانين به ئې نافذ شي ۔ هسې خو په ټوله اسلامي نړۍ کښې اسلامي نظام نشي ليدے چرته بادشاهت او چرته قاضيان او مليان دي او چرته لکه ترک، پاکستان او د روس د ازادې جمهوريې سيکولر
د ايران جنګ، ټرمپ او پاکستان (سليم ساپي)–مرام ايسپزے (مترجم)
د حېرانتيا خبره ده ۔ چې د امريکې غوندې د نړيوال معيار دماغ لرونکي ملک کښې ډونلډ ټرمپ غوندې سړے صدر جوړ شوے دے ۔ سحر او ماښام د ګډوډ بيانونو پۀ وجه باندې پۀ ټوله دنيا کښې د خندني سبب ګرځېدلے دے ۔ د دۀ بيانونه او وعدې هيڅوک هم سنجيده نۀ اخلي ۔ خو له بده مرغه د دۀ خالي بيانات داسې د تضاد نه ډک نۀ دي بلکې عملاً هم چې کوم کار کوي نو د هغې د نتيجې سوچ نۀ کوي ۔ د امريکې دننه چې دۀ څومره هم څۀ اولټه پلټه کول هغه ئې وکړل او د بدقسمتۍ نه بهرنۍ دنيا ته ئې مخه شوې
اداريه—اپريل2026
يو جنګ د بل جنګ تسلسل راروان وي ۔ تاريخ ګواه دے چې جنګ کله هم نۀ دے ختم شوے ۔ البته څۀ مودې له ودرېدې شي ۔ جنګ د انسانانو پۀ جينز کښې لکه چې د زرګونو کلونو نه نسلونو ته متنقل کېږي ۔ دا زما او دا ستا قيصه به د ادم نه هم ډېره وړاندې وي او بيا دا ښکلې زما، دا غوړه زما، دا غټه زما او دا ډېره زما خو د هابيل او قابيل سره تړلي روايتونه دي د ادم د زامنو جنګ پۀ زړۀ کښې د ساتلو نه وتلے دے، هغه سر چې پۀ کاڼي ټکېدلے و او هغه سر چې پۀ خنجر پرې
د باجوړ سيد عبدالمنان کاکا–داود قيام
باجوړ خاورې وخت پۀ وخت ډېر مېړني او زيرک خلق زېږولي دي چې هغوي خپل ټول ژوند خپل قام ته وقف کړے ؤ- پۀ هغه نوموړو کښې يو سيد عبدالمنان کاکا جي هم دے- سيد عبدالمنان کاکا جي پۀ کال ۱۹۷۰ء کښې د باجوړ پۀ امان کوټ سيمه کښې د سيد محمد يار جان پۀ کور کښې سترګې پرانيستلې – کاکا جي پۀ خټه سادات ؤ- دے د دوه کلونو ؤ چې پلار ئې د نړۍ نه سترګې پټې کړې او دے يتيم پاتې شو خو د دۀ پښتنې مور دۀ ته کونډتون وکړو او بل وادۀ ئې ونۀ کړو- هغې د خپل ژوند ټولې خوشحالۍ د کاکا جي د
د ترجيحاتو تعين کول—ساجد خان باتُور
نهۀ نوي خلق خپل ترجيحات پۀ خپله نۀ شي غوره کولې د کومې پۀ وجه چې دوي خپله فېصله نۀ شي کولې ۔ خلقو ته پته نۀ وي چې د هغوي د ژوند د پاره مهم څۀ دي ۔ د هغه چا د پاره فېصله کول ډېره اسانه وي څوک چې خپل ترجيحات پۀ خپله غوره کوي ۔ چاته چې د خپلو ترجيحاتو پته وي هغۀ ته د ښۀ او نۀ فېصله کول ډېره اسانه وي ۔ ژوند تېرول مهم نۀ دي مهم دا دي چې د خپلو ترجيحاتو سره ژوند تېر کړې شي ۔ پروفېسر احمد رفيق فرمائي چې ”پۀ دنيا کښې خوشبخته سړے هغه دے څوک چې د
اګست 1957ء—اشرف مفتون
غانټول کاکا د ګذارو دبلي ته ټک ورکړو، یوه غټه چونډۍ ئې خلې ته ور شتۍ کړه، ګوتې ئې د کټ په بازو راښکلې، وئيل ئې ورارۀ! ما وئېل وایه غانټول کاکا! وئيل ئې زړۀ کښې مې راغلل چې په جنت کښې به ګذاري وي او کۀ نه؟ غانټول کاکا زمونږ د کلي یو دروند پښتون دے، د اتیا سلو جریبو مالک دے، د خپلې زمکې نه په خپله پښتو زیات مئین دے. زۀ چې کله کلي ته لاړ شم، دې راشي برغۍ برغۍ ګپ راسره ولګوي. رښتیا خبره دا ده چې په ژبه، جامه او خوئي بوئي سوچه پښتون دے نو ماته د دۀ خبرې اترې ډېر خوند راکوي.
پټه خزانه(افسانه)–پروفېسر ډاکټر زبېرحسرت
پۀ ښار کښې یؤ مشهور عالم اوسیدۀ. خلقو به پۀ سادګۍ، تقویٰ اؤ دَ دین د لارې پېژندو. هر وخت به یې خلقو ته وئيل، چې “زۀ هیڅ نۀ لرم، زۀ یواځې دَ خداے پۀ لاره کښې روان یم.” خلقو به دَ هغۀ دا قسمه خبرې ستائیلې اؤ ځینې به حیران وو، چې څنګه یؤ انسان دومره ساده ژوند کولے شی.؟ اؤ یوه ورځ دَ ښار لوي عدالت فېصله وکړه چې دَ مولانا دَ مال اؤ شتمنۍ حساب کتاب وکړی، ځکه چې دَ هغۀ کورنۍ غُښتل، چې دَ هغوي دَ پلار نيکۀ دَ مال میراث تقسیم دې پۀ ټولو وروڼو، خوېندو اؤ نورو پس پاتې خلقو دَ برابرۍ اؤ خپل
زرکاڼے ( تحقيقي او تنقيدي جائزه ) تېمورجان عاطر
زرکاڼے د مرحوم و مغفور مشتاق مجروح صاحب د قلم نه وتې د پښتو ادب دپاره یوه داسې شاهکاره ډالۍ ده چې پښتو ادب کښې ئې یو مثال قائم کړے دے او يو بیل مقام ئې حاصل کړے دے ۔ زرکاڼے اول ځل په اګست 1995 کښې چاپ شوے دے ، د هغې نه پس يونيورسټي بک ايجنسي ډېر ځله چاپ کړے دے ، د هغې نه پس په کښې مصنف په کال 2018 کښې اضافې وۀ کړې او د هغه اضافو سره ئې چاپ کړو تر دې دمه د قلندر مومند ريسرچ سېل نه تقريباً اتۀ ځله چاپ شوے دے۔ د اضافو نه پس دا کتاب په څو چنده
د دستار نامې پنځم او شپږم هنر د تیر اندازۍ او اب بازۍ دے ( لنډه کتنه )–فضل مومند
د دې نه وړاندې چې مونږ د خوشحال خان خټک پۀ څلورو هنرونو بحث وکړو۔ اوس د دستار نامې پنځم هنر د تیر اندازۍ دے، خوشحال بابا تیر اندازي هم یو هنر ګڼي ـ خوشحال بابا لیکی چې ]د غشي ویشتل سنت دي. رسالت پناه ص وته چا ووې چې کومه وسله بهتره ده. جواب ئې ورکړو الرّمي الرّمي یعني غشے غشے 1] ۔ دلته خوشحال بابا د یو حدیث مفهوم راخستے دے چې مکمل او اصل حدیث داسې دے ـ عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ وَهُوَ عَلَى الْمِنْبَرِ يَقُولُ: “وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ، أَلَا إِنَّ الْقُوَّةَ الرَّمْيُ، أَلَا إِنَّ الْقُوَّةَ الرَّمْيُ، أَلَا إِنَّ
مولوي فضل محمود مخفي د خدائي خدمتګارو په نظر کښې—ډاکټر سعيد احمد ساحل
مولوي فضل محمود مخفي (1884ء ۔ 1947ء) د همه ګير او متاثرکن شخصيت څښتن وۀ ۔ د هغوي ذات او صفات داسې وو چې خپل معاصرين او متاخرين ئې متاثره کړي دي ۔ د شلمې صدۍ لوے شخصيات د هغوي د کار او زيار نه متاثره پاتې شوي دي او هغوي د دې اظهار وخت په وخت په منثور او منظوم صورت کښې کړے هم دے ۔ د هغوي ځينې معاصرينو هغوي ته احترامات وړاندې کړي دي او په وروستو وختونو کښې هم دغه د عقيدت اظهار وخت په وخت شوے دے ۔ حاجي صاحب ترنګزئي، شېخ الهند مولانا محمود حسن، مولانا ابوالکلام آزاد، مولانا عبېدالله سندهي، مولانا حسېن احمد
زمونږ د سائنسدان خبرې—ډاکټر نايله شمال ساپۍ(مترجمه)
Human Molecular Genetics Laboratory Health Biotechnology Division NIBGE ډاکټر محمد طارق زمونږ نېشنلے ډاکټر دے چې پۀ جينياتو کښې ئې پي ايچ ډي کړې ده پۀ دې لړ کښې ئې پۀ ټوله دنيا کښې د سائنس دان پۀ توګه يوه نامه پېدا کړې ده ۔پۀ انساني جينز باندې ورته پوره پوهه حاصله ده ۔ ”پښتون“ دا هڅه کوي چې د هغوي مختصر مختصر ليکونه تاسو ته پۀ پښتو کښې وړاندې کړي د پيدايښت پر وخت ستونزې او نفسياتي مسئلې: عموماً ماشوم د مور په خېټه کښې څلوېښت هفتې (اوونۍ) تېروي او بيا د هغې نه پس پېدا کېږي. د زېږون عمل هغه وخت شروع شي چې د ماشوم د وينې
فن که فلسفه؟ د غني خان په شاعرۍ کښې د روح جدلياتي حرکت—نبيل خان
نۀ زۀ فلسفي يم خلکه نۀ زۀ لېونـــــــې يم يو غريب بچې زۀ د پښتون د پلارګنې يم “شاعر د خپل ماحول غلام وي، ددۀ مثال د يو داسې حېوان دے چې د هغۀ په وجود څرمن نۀ وي، که پوټے د ازغي څوکه ور وړے نو په کريکو ځان وژني او که پوټے ارام ورشي نو د خوشحالۍ نه بې هوشه کېږي” (غني خان) ادب ته په عامه توګه د جذبو د اظهار يا د ټولنيزو حقيقتونو د عکاسۍ په طور کتل کېږي خو که مونږه فن صرف د حقيقت نقل (Mimesis) ٶګڼو نو مونږه د دې فلسفيانه حېثيت کموو ۔ دلته کښې پوښتنه دا راپېدا کېږي چې ايا
د غني د شاعرۍ تعبير نوع: يو تجزيه—شهزاد احمد خاطر
شايد چې دا د ناقدانو علمي لاپرواهي ده چې نن د غني خان شاعرانه نزاکت تر ټولو زيات د غلط فهمۍ ښکار دے. تر څۀ حده ټوله غير روايتي شاعري د کم علمه تنقید حملو ته پرته ده. د دې يوه وجه دا ده چې پۀ ننۍ زمانه کښې ادبي تنقيد د علم د مختلفو څانګو نه بصیرت راقرضوي او د ادب د پيچلتيا پۀ مختلفو اړخونو کښې ممکنه تشريحاتي کوششونه کوي. خو ولې دلته لا د تنقید فرسوده نظام رائيج دے چې د شاعرۍ سره پۀ داسې طریقه تعامل کوي چې نتيجه ئې خامخا د شاعرۍ پۀ سخته درجه بندۍ rigid categorization کښې راوځي. لږه غير روايتي موضوع چيړل شاعر سيده د
غني خان يو داستانوي شخصيت–ډاکټر فېصل فاران
پادري هيوز چې کله پښتونخوا کښې د رحمان بابا سره د پښتنو مينه او عقيدت ولیده نو په دې وېنا مجبوره شو چې پښتانۀ که هرڅو په يو خبره هم په خپلو کښې په يوه خولۀ نۀ دي خو په دې ملنګ شاعر باندې ئې د څېلمې اتفاق کړے او دا محبت او عقيدت پښتنه ټولنه کښې تر دومره حده ژورؤ چې د سېدو باباجي به وئيل چې که لمونځ کښې نور څه روا ؤ نو مابه د رحمان بابا ديوان وئيلو اګرکه سائل صېب ښه وائي چې اولس جانان کړه نو د ټول اولس جانان شي او د دې د پاره هغه خپله کلیه په زمکه ودرېدل راښايي خو رحمان
د پښتونخوا پوهنتونونو کښې مالي او انتظامي بحران د علمي زوال په لور اقدام–جبران عمرخېل
تېر کال په دولسم جون د پېښور پریس کلب مخې ته یوه احتجاجي غونډه وشوه ۔ د خپل پلار په نمائندګۍ زۀ هم ورغلے وم ۔ هلته یو پروفېسر سره میلاؤ شوم چې په ۲۱م ګرېډ کښې په یوه ډېره ښۀ څوکۍ د پېښور پوهنتون نه ریټائرډ شوے و۔ هغه راته خپله بې وسي په دې ټکو ښکاره کړه؛ «د کال نه سېوا اوشو چې ریټائر یم، پېښور کښې خپل کور نۀ لرم، فنډ راته لا تراوسه نۀ دے میلاؤ او د پنشن دا حال دے چې کله وي او کله نه!». د معاشي بدحالۍ دا کیسه یواځې د يو پروفېسر نۀ ده، دا د پښتونخوا د هرې تعلیمي ادارې
د مجاهد نه تر خوارج د ریاست دروغجنه بیانیه او د عوامې نېشنل ګوند رسا / واضح دریځ–حنيف الرحمان
د ډاکټر امين تنها شعر دے چې : چا به چې هسې د مذهب په نوم څیزونه راوړل مونږ سادګانو پښتنو به خپل سرونه راوړل تشدد عموماً د انسان د فطرت، مذهب یا کلتور سره تړل کېږي، خو معاصر سیاسي او فلسفي فکر دا تصور رد کوي ۔ تشدد نه یو طبیعي تمایل دے او نۀ یو ذاتي ځانګړنه بلکې یو داسې عمل دے چې د ځانګړو سیاسي، تاریخي او ایډیالوجیکي شرایطو لاندې زده کېږي، تمرین کېږي او بیا عادي کېږي ۔ کله چې یو دولت یا واکمن نظم خپل مشروعیت له لاسه ورکړي نو د خلکو د رضایت پر ځاے تشدد ته مخه کوي ۔ همدلته تشدد د واک